د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان پښتانه د بهرنو و کورنو وسله والو او پوځ تر منځ ګېر دي


نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

ډېلي ټایمز ورځپاڼه د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د میرعلي د پښتنو اوسېدونکیو په حقله ليکي چې یوې خوا ته د بهرنیو او کورنیو وسله والو او بلې خوا ته د پاکستاني پوځ په بمباري کې ګېر وو. ځايي اوسېدونکي او د میډیا رپورټونه وايي چې تر اویاؤ ۷۰ زیات ولسي وګړي د پوځ لخوا د وسله والو پر ضد کاروايي کې ووژل شول. ورځپاڼه ليکي د میرعلي اوسېدونکیو کډې کولو ته میډیا ډېره کمه توجه ورکړه.


ورځپاڼه ليکي د میرعلي له پېښې سره یو وارې بیا مهمې پوښتنې راپورته شوي دي. یوه دا چې په قبایلي سیمو کې د وسله والو پرضد د پاکستان پالیسي په اصل کې څه ده؟ بله دا چې په فاټا کې د ریاست لخوا د بمبارۍ حکم څوک ورکوي؟ درېمه دا چې د 2010م راهیسې د دعوو باوجود د هېواد پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد په جامع کاروايي کې ولې پاتې راغلی دی او ولې بیابیا پر ولسي وګړو د وسله والو د حملو په اړه څه نه ويل کيږي.

ورځپاڼه لیکي په پېښور کې د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرل راحیل شریف دغه بیان چې ترهګر بریدونه به نه زغمل کیږي او موثره جواب به ېې ورکړل کیږي، باېد هرکلی وشي. خو بیا د میرعلي پېښه ښيي چې په دې بیان د عمل کولو په لاره کې اوس هم ډېر څه کولو ته ضرورت دې. د ورځپاڼې په خبره د رپورټونو تر مخه جنرل راحیل شریف چې د پوځ د ترهګري ضد ستراتيژي جوړولو کې یې مهم رول دی، اوس هم ورته ډېر کار کول پاته دی.

ورځپاڼه ليکي که څه هم ویل کیږي چې د میرعلي پېښه په شمالي وزیرستان کې د پراخې کاروايي پېل دی، خو داسې ښکاري چې دغه محدوده کاروايي په سمه توګه و نه شوه. خو بیا هم د جنرل شریف بیان ته په دې سترګه کتل کیږي چې د پخوانیو مشرانو په پرتله ېې نظر جدا دی. ورځپاڼه ليکي بیا هم تر څو د ښه او بدو طالبانو د فرق په بنیاد رسمي پالیسي جوړه نه شي، نو تر هغه د وسله والو پرضد مناسبه کاروايي به یو ګران کار وي لکه څنګه چې د میرعلي له ناورینه څرګنده ده.

بلخوا سي این این لیکي د بغداد په جنوبي برخه کې د کریسمس په موقع دوه موټر بم چاودنو کې لږ تر لږه اته دېرش کسان ووژل شو. بلخوا د افغانستان په سرښار کابل کې د امریکايي سفارتخانۍ پر ودانۍ بلواسطه ډزې وشوې خو چا ته پکې ځاني نقصان و نه رسېدلو.


ورځپاڼه ليکي دغه پېښې په افغانستان او عراق کې دامنیتي چیلنجونو څرګندونه کوي. په دواړو هېوادونو کې تر اوسه د امریکا پوځ په زیات شمېر کې موجود و. د سي این این په خبره له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته هم په تشدد کې کمې نه دې راغلې. په افغانستان کې دا وخت امریکايي او افغان چارواکي په هېواد کې د راتلونکي وخت لپاره د امریکايي سرتېرو د شمېر سره اړه لرونکي امنیتي سند پر لاسلیکولو کار کوي.

د ویب پاڼې په خبره د کابل پېښه د امریکا او افغانستان د تعلقاتو په یو مهم پړاو کې مخې ته راغله. د دواړو هېوادونو تر منځ مهم امنیتي دفاعي تړون به د 2014م وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتېرو شمېر و ټاکي. د 2014م تر پایه به د نېټو په مشري کې تقریبا څه اتیا زره بهرني سرتېري له هېوادوه ووځي. روانه میاشت د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل په افغانستان کې و، او وې ویل چې امنیتي تړون باندې تر اوسه د دواړو هېوادونو د رضا نه راتللو باوجود به دغه سند لاسلیک شي.

ډیلي ټایمز ورځپاڼې په شمالي وزیرستان میرعلي کې د وسله والو پر ضد په پوځي کاروايي کې د ولسي وګړو د وژنې سره یو لړ مهمې پوښتنې په ګوته کړي دي چې د پوځ د پالیسۍ په حقله دي.

بلخوا سي این این د کرسمس په موقع په افغانستان او عراق کې د بریدونو سره تړلې امنیتي چیلنجونه په ګوته کړي دي. د دواړو مقالو مهم ټکي له ملیحه امیرزاده نه اورو.
XS
SM
MD
LG