د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې انقلابي بدلون یوازې په تعلیمي اصلاحاتو راتلای شي


ډاکټر رسول بخش ریس لیکي ــــــ د تعلیم قامي نظام د غریبانو لپاره د واک او ازادۍ ګټلو یواځینې لاره ده.

په ایکسپریس ټریبون ورځپاڼه کې د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر رسول بخش ریس ـــ په یو مقاله کې لیکلي دي چې ــــــ په هیواد کې د انقلابي بدلونونو لپاره په تعلیمي نظام کې اصلاحات یواځینې لاره ده.


ډاکټر رسول بخش ریس لیکي ـــــ د کامیابۍ لپاره کومه لنډه لار نشته ــــ پرمختیا او د ټولنې بیا جوړښت د یو سپېځلي فکر سره سره په کړاؤ او اخلاص اډاڼه لري. داسې د نړۍ په نورو یو شمیر هیوادونو کې شوي دي او په پاکستان کې هم کیدای شي. د دې فکر بنیاد دا دی چې د ټولنیز بدلون لپاره د خاموشو تحریکونو او ولسي خېر ښېګړې په پالیسو توجه ورکړل شي ــــ او بیا ورسره ډیر پیاوړي سیاسي تحریک هم ملګري شي نو د قامي ژوند په هر میدان کې انقلابونه راتلې شي.

نوموړې لیکې ــــــ په پاکستان کې د میډیا او ولسي خبر ښیګړې تنظیمونه د داسې تحریکونو مثالونه دي. دې دواړو تحریکونو په ټولنیز ژوند ډیر اغیز پریښې دی خو په دې کې د ټولو نه ډیر مهم ازادي او خلک واکمن کول دي. د نړۍ په ډیرو پرمخ تللي هیوادونو کې هم هر څوک واکمن نه شي کیدې خو رشتیا دادې چې په ملینونو خلک خپلواکې احساسوي. موږ ته معلومه ده چې د میډیا او ولسي سازمانانو نقادان هم لږ نه دي، خو بیا هم چې دا دواړه دا ټولنیز بدلون کوم صلاحیت لري د هغې نه انکار نه شي کیدای.

د ټولنیز بدلون یو بل شکل دا دی چې اوس ډیر خلک خپلو بچو ته معیاري تعلیم ورکول غواړي او د دې غوښتنه هم کوي. ډیری داسې غریبې کورنۍ دي چې د شخصي یا نجي انګلش میډیم سکولونو خرڅ زغمي خو د خپلو بچیانو لپاره د معیاري زده کړو بندوبست کوي.

تعلیمي نظام ـــــ د ولسي بدلون لاره ده. د میډیا او ولسي سازمانانو وده له تعلیم پرته ممکنه نه وه. په پاکستان کې نه خو پوځي واکمنو او نه سیاسي مشرانو ولسي تعلیم ته په خپله ایجنډا کې پوره ځای ورکړب دی. درې داسې وجې شته چې له کبله يې د تعلیم په وسیله د بدلون راوستلو معامله نه هوارېږي.

وړومبې د یو منظم او اوږدمهاله او تخلیقي تعلیمي پالیسۍ نیشتوالې
دویم د جاګیرداري او قبایلي نظام له کبله د زدهکړو په لاره کې خنډان او
درېیم د تعلیم ادارو هغه چارواکي (بیوروکریسي) چې د معیاري ادهکړو سره د تړلو پوښتنو ځواب نه کوي.

ډاکټر رسول بخش ریس په پای کې لیکي ــــــ د تعلیم قامي نظام د غریبانو لپاره د واک او ازادۍ ګټلو یواځینې لاره ده. او اوس هم ناوخته نه ده که په دغه اړه په کار ګوتې پوری کړې شي.
XS
SM
MD
LG