د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال شيرزاد: ډير ژر به ننګرهار ته امن راولو


په دې وروستيو کې د ننګرهار د اکثرو ولسواليو امنيتي وضيعت د اندېښې وړ بلل کيږي او خلک نه شي کولای چې په ازادنه ډول ليرې پرتو سيمو ته تګ راتګ وکړي.

په دې وروستيو کې د ننګرهار د اکثرو ولسواليو امنيتي وضيعت د اندېښې وړ بلل کيږي او خلک نه شي کولای چې په ازادنه ډول ليرې پرتو سيمو ته تګ راتګ وکړي.

ګڼ شمير ننګرهاريان دا اندېښنه لري چې که امنيتي وضيعت ښه نه شي نو راتلونکو ټاکنو کې به ډير خلک خپله رايه استعمال نه کړی شي.

خو د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد وايي چې دوی په داسې يوه امنيتي پلان کار کوي چې له امله به يې خلک وکولای شي چې په ډاډه زړه خپلې رايې استعمال کړي نوموړی وايي:


(( زه متيقين يم چې په دغه عملياتو کې چې موږ يې په ډېرو ولسواليو کې لرو، انشاالله په دې دريو مياشتو کې به موږ خلکو ته زيری او ډاډ ورکړو چې د دې دريو مياشتو په جريان کې به خلکو ته تر ډيره زمينه مساعده شي چې خپلې رايې هغه چاته ورکړي چې د دوی خوښه وي. او ټولې لارې، اوږدې لارې د ولسواليو اطرافونه به انشاالله ډير ژر امن شي چې خلک خپلې رايې ورکړي، ازادانه تګ راتګ ولري. زه متيقين چې د خلکو تشويش به تر دوې يا يوې مياشتې وروسته رفع شي.))

د ننګرهار خوګيانو ولسوالۍ يوله هغو څخه ده چې اکثر وخت ترې د نا امنيو خبرونه راځي، دا چې پوليسو د دغې ولسوالۍ د امنيت له پاره څه تدابير په پام کې لري، ښاغلی شيرزاد دا پوښتنه دا رنګه ځوابوي:

(( د خوګياڼو ولسوالۍ لپاره موږ ډير جدي پلانونه لرو چې هغه به په ډير لنډ وخت کې تاسو واوریء چې د خوګياڼو ولسوالۍ چې تر چاوڼې پورې ده، دا به امن شي. د دې لپاره اوس موږ هلته لنډ مهاله عمليات تر سره کوو تر څو دښمن هلته وځپل شي. موږ په ډير نيژدو وختو کې د محلي پوليسو ډيره ښه پروسه لرو هلته چې، د وزيرو بازار تر پايه پورې به امنيتي پوستې جوړې کړو. خو دا اوس چې چيرته ستونزې ليدل کيږي، هلته امنيتي پوستې جوړوو، څه موده وخت غواړي، لوژيستيکي اکمالات په کار دي هلته، پرسونل په کار دي او د هغوی لپاره اکمالات په کار دي.))

ويل کيږي چې په ننګرهار کې ځينې وسله وال له نيول کيدو وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا بيرته خوشي کيږي، خو جنرال شيرزاد دا نه مني او زياتوي چې له هيڅ وسله وال سره رعايت ونه کړي.

(( هيڅ طالب وسله وال موږ نه دی خوشې کړی او هېڅکله به يې خوشې نه کړو. هر وسله وال چې له موږ سره جنګيږي، هغه به وژل کيږي، او چې ژوندې نيول کيږي، هغه به د قانون په رڼا کې د قانون منګولو ته سپارو، عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې سپارو. ولسی خلک يا مشکوک خلک چې په هغه باندې د جرم اثباتيا ونه لرو، هغه ناچار او مجبوراٌ خوشي کيږي، ځکه له هغه څخه نه وسلې په لاس راغلي، نه نور مهمات په لاس راغلي، نه پر هغه باندې موږ اسناد لرو چې هغه بندي کړو. بناٌ نه يې څارنوالي له موږ څخه اخلي او نه يې عدلي ارګانونه له موږ څخه تسليموي.))

جنرال شيرزاد وړاندې وايي چې له ملي اردو او ملي امنيت سره په ګډه په يوه داسې امنيتي پلان کار کوي چې له امله به يې په ټول ننګرهار کې امنيت قايم شي.
XS
SM
MD
LG