د روسيې د ولسي جرګې مشر له ولسمشرحامد کرزي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
سرګې نروشکین تیره ورځ کابل ته راغلی و.
نروشکین له ولسمشر کرزي سره تر کتنې وروسته وویل، روسيې تیرکال یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات افغان ځواکونو ته ورکړي و او په برخه کې د افغان حکومت پر نوې غوښتنه هم غور کوي.
هغه وویل، مسکو به د نشه يي موادو پر ضد مبارزې لپاره خپل ۵ سوه روزونکي افغانستان ته واستوي.
په دې اړه نور تفصیل له صالح محمد صالح څخه اورو:
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.