د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د ملتپالو او مذهبي ګوندونو نوي اتحادونه


(( لکه د پنجاب، سندهـ او بلوڅو مولایان چې وطن دوسته دي، د خپل قام او ملت لپاره يې ډېر څه کړي دي او هم يې کول غواړي. نو موږ له دې خپلو مولايانو صاحبانو هر وخت همدا غوښتل چې سیاسي او نظرياتي اختلافات پر خپل ځای، لاکن د ولس د ښېګړي لپاره، د وطن د وحدت لپاره، د خپل قومي تشخص لپاره کار وکړي))

په بلوچستان کې د اووم ډیسېمبر تر بلدياتي انتخاباتو وروسته په ښارونو يا ضلعو کې د چېرمېن او ډپټي چیرمين د ټاکلو لپاره په بېلا بېلو سیمو کې د بېلو بېلو ګوندونو تر منځ اتحادونه شوي.


که څه هم د هغو ګوندونو تر منځ هم اتحادونه شوي چې نظریات يې له يوه بل سره لږ مختلف وي، خو ځيني اتحادونه د داسې ګوندونو تر منځ شوي چې د وګړيو په خبره په نظریاتو کې يې له لومړۍ ورځې راهیسې بېخي زیات توپير ليدل کېږي.

د صوبې په پښتون ميشتو سیمو کې په شاوخوا دريو ضلعو چمن، سیف الله کلا او ږوب سیمو کې د پښتنو ملتپالي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له جمعیت علماء اسلام نظرياتي ډلې سره او په زیارت کې يې بیا له جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې سره اتحاد کړی چې له همدې ګوندونو څخه به چیرمېن او ډپټي چېرمېن ټاکل کېږي. خو پوښتنه دا ده چې مخالف نظریات لرونکي ګوندونه څنګه سره يو ځای شول؟

کله چې مو په دې هکله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له صوبايي مشر عثمان خان کاکړ څخه وپوښتل چې ولې تر دومره زیات نظرياتي فرق وروسته هم له جمعیت علماء اسلام نظریاتي ډلې يا مولایانو سره اتحاد شوی، کاکړ يې په ځواب کې وویل ؛د نورو قامونو د مولايانو غوندې د پښتنو مولايان هم اوس بدل شوي. عثمان کاکړ مشال راډيو ته وویل

(( لکه د پنجاب، سندهـ او بلوڅو مولایان چې وطن دوسته دي، د خپل قام او ملت لپاره يې ډېر څه کړي دي او هم يې کول غواړي. نو موږ له دې خپلو مولايانو صاحبانو هر وخت همدا غوښتل چې سیاسي او نظرياتي اختلافات پر خپل ځای، لاکن د اولس د ښېګړي لپاره، د وطن د وحدت لپاره له بولانه تر چتراله، د خپل قومي تشخص لپاره او د حق او د انصاف لپاره په کار هم دا ده، چې زموږ مولايان هم د پنجاب، سندهـ او د بلوڅو د مولايانو غوندې خپل وطن ته تاوان را نه وړي، او د ګټو لپاره يې کار وکړي))

د عثمان کاکړ په خبره دا اتحاد يې يواځې د دې لپاره کړی چې د خپلو سیمو او کلیو لپاره کار وکړي. هلته د جمعیت علماء اسلام نظرياتي ډلې مرکزي ویاند عبدالستار چشتي هم د کاکړ د دې خبرې تاييد کوي چې په علاقايي سطح يې دا اتحاد د دې لپاره کړی چې له ملتپالو ګوندونو سره يو ځای د خپلو وګړيو خدمت وکړي. عبدالستار چشتي

((دغه اتحادونه، په علاقايي سطح باندې دي. او په دې علاقايي سطح باندې همدا سیاسي ګوندونو راغلي، او نور بېخي شته نه. او بل دا اتحاد په علاقايي سطح شوی دی. د دې له نظریاتو سره هېڅ ټکر نشته. او دا هر څه تر علاقايي سطحې پورې د ولس تر خدمتونو پورې محدوده وي))

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علماء اسلام نظرياتي ډلې دې اتحاد ځيني داسې پوښتنې پيدا کړې چې څه ډول په افغانستان کې د طالبانو مخالف او د طالبانو د حمايتي ګوندونه سره يو ځای شول. د دواړو ګوندونو په نظرياتو کې ډېر توپير ليدل کېږي.

جمعیت علماء اسلام نظریاتي ډله په افغانستان کې د طالبانو جنګ ته جهاد وايي خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند بیا دې جنګ ته کله هم نه جهاد ویلی بلکې د دوی د کړنو خلاف دي. که څه هم د پښتونخوا ګوند عثمان کاکړ وايي مولايان اوس بدل شوي خو د جمعیت علماء اسلام نظریاتي ډلې عبدالستار چشتي بیا وايي دا اتحاد يې د دې لپاره نه دی کړی چې ګواکې د ده په خبره دوی د پښتونخوا ګوند له سیاسته متاثره شوي بلکې پر خپلو نظرياتو اوس هم ولاړ دي او په راتلونکې کې به هم پر ولاړ وي.

د ویلو وړ ده چې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې تر نورو ټولو صوبو له مخه پر اووم ډيسمبر بلدياتي انتخابات وشول. که څه هم دا بلدياتي انتخابات د سیاسي ګوندونو په سطح وو خو بیا هم تر ټولو زیاتې څوکۍ آزادو کانديدانو وګټلې. خو په سیاسي ګوندونو کې بیا جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې تر ټولو زیاتې څوکۍ تر لاسه کړي دي. او پر دویم نمبر بیا پښتونخوا ملي عوامي ګوند ډېرې څوکۍ ګټلې دي.
XS
SM
MD
LG