د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان دیني مدرسې سختدریځي خپروي


له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (ډان) په يوه رپورټ کې راغلي، د پاکستان په ديني مدرسو کې چې زده کوونکو ته څه ښودل کيږي.

له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (ډان) په يوه رپورټ کې راغلي، د پاکستان په ديني مدرسو کې چې زده کوونکو ته څه ښودل کيږي، په دغه هېواد کې د سخت دريځه نظرياتو په ترويج کې ستر رول لوبوي.


رپورټ زياتوي، هغه مدرسې چې د اتيايمې لسيزې په اوږدو کې په افغانستان کې د روانې جګړې پر مهال په پاکستان کې جوړې شوې، له هغو سره يې توپير درلود چې تر دې پخوا د هند په نيمه وچه کې جوړې شوې وې. رپورټ وايي په دغو مدرسو کې به د ديني مضامينو نه پرته عصري مضامين هم ښودل کېدل.

رپورټ کاږي، د نويو مدرسو په نصاب کې زياتره د اسلام پر سياسي اړخ تمرکز وشو. يو داسې اسلامي پوځ په وجود کې راغلو چې هدف يې د شوروي او لويديځ قوتونو پر ضد د مبارزې نه پراخ شو او پر ټولنه د سخت دريځه اسلام ورتپل وګرځېدل.

ورځپاڼې په اسلام اباد کې د امن پر موضوعاتو له يوه څېړنيز مرکز سره د کارکوونکي محقق عامر رانا خبره راخيستې چې وايي، په ۱۹۷۹ کال کې په پاکستان کې ۵۷۰ ديني مدرسې وې، چې لس کلونه وروسته دغه شمېر ۷۰۰۰ ته ورسېد. نوموړی زياتوي، له دې مدرسو سره له بېلا بېلو سرچينو لخوا مالي مرستې کېدې.

سعوديانو وهابي مدرسو ته پيسې ورکړې، کومې چې د رانا په خبره، د مذهبي افراطي ذهنيتونو جوړولو مرکزونه بلل کيږي.

هم د رانا له وينا سره سم، په بهرنيو هېوادونو کې مېشتو پاکستانيانو بيا د پاکستان دولتي ادارو ته پيسې ورکړې چې له ديوبندي مسلک سره تړلې مدرسې پرې جوړې او مضبوطې کړي.

د ورځپاڼې په رپورټ کې راغلي، له بده مرغه د پاکستان حکومت د دينې مدرسو په شمېر کې د زياتوالي په مخه نيولو کې پاتې راغلی دی.

رپورټ زياتوي، په پاکستان کې د پام وړ شمېر داسې مدرسې هم شته چې د خلکو پر شخصي مرستو پاييږي او د دې هېواد له حکومت سره راجسټر نه دي.

په رپورټ کې په پاکستان کې د حکومتي سکولونو په نصاب کې د موجودو نيمګړتياو او د ماشومانو د زده کړې لپاره د ناکافي اسانتياوو يادونه هم شوې ده.

د رپورټ له مخې، همدغه وجه ده چې په شخصي سکولونو کې د ماشومانو داخلولو لړۍ تېزه شوې.

ليکنه زياتوي، په يو شمېر دغه رقم سکولونو کې هم ماشومانو ته د مذهبي سخت دريځۍ تعليم ورکولو له امله اندېښنې ښودل کيږي.

د رپورټ په پای کې راغلي، د پاکستاني سکولونو پر تعليمي نظام وخت په وخت نيوکې کيږي او د تعليمي چارو پوهان يې د رغولو لپاره وړانديزونه هم کوي. خو ورځپاڼه پوښتنه کوي چې آيا د پاکستان حکومت دغو خبرو ته غوږ نيسي او که نه.
XS
SM
MD
LG