د شمالي وزیرستان میرعلي اوسېدونکي وايي د پوځ په بمبارۍ کې یې ټول بازار سوځېدلی دی.
د میرعلي بازار یوه دوکاندار خالد خان نن د سېشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، ده چې خپل دوکان ولید نو ویې ژړل او له بې وسۍ کور ته ولاړ.
په وزیرستان کې د چارشنبې پر ماښام د امنیتي سرتېرو پر کلا ځانمرګی برید شوی وو. تر دې وروسته د پنجشنبې پر ورځ پوځ په میرعلي کې پر ملکي سیمو توغندي وداغل.
د میرعلي اوسېدونکي وايي، د پوځ په بمبارۍ کې شا و خوا ۴۴ ولسي وګړي وژل شوي دي. پوځ د ولسي وګړو وژنو په اړه څه نه وايي خو وايي، په نښته کې یې وسله وال وژلي دي.
نښلول
شریک کړئ
Report on N.Wazirstan
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:01:39
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.