د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: معذورانو ته له روزنې پس د کار اوزار ورکړل شول


د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د سويډن کميټې په مرسته په لسګونه تنو ښځينه او نارينه معذورانو ته له کسبي زده کړو وروسته د فراغت له سند سره يو ځای د کار اوزار هم ورکړل.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د سويډن کميټې په مرسته په لسګونه تنو ښځينه او نارينه معذورانو ته له کسبي زده کړو وروسته د فراغت له سند سره يو ځای د کار اوزار هم ورکړل. معذوران خوشحاله ول چې له دې وروسته به د نورو په اوږو بار نه وي.


د تيرو دولسو کلونو راهيسې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو معلولينو او شهيدانو رياست د بيلابيلو نړيوالو مرستندويه ادارو په مرسته د دغه ولايت معيوبينو او معذورانو ته بيلابيلې کسبي زده کړې ورکوي او په روزګار يې ګماري.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو ريس عبدالحکيم شيرزاد وايي چې ۹۶ تنه ښځينه او نارينه يې د سويډن کميټې په مرسته د نهه مياشتو په دوران کې په بيلابيلو کسبونو کې روزلي دي.

(( د سويډن د کميټې به همکارۍ باندې چې زموږ د وزرات لخوا يوه پروژه ورکول شوې، ۹۶ معلولين چې ۳۶ تنه په کې خويندې دي او نورو ورونه دي، په لسو مختلفو حرفو کې دوی روزل شوي دي او نن يې د روزنې موده پوره شوې دوی ته موږ ساټيفيکيټ او هغه اوزار وسايط چې دوی پرې اينده کې کار وکړي او له دغې لارې ځانته امکانات برابر کړي، دا ورته توزيع کوو.))

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال له ټولو مرسته کوونکو ادارو څخه هيله وکړه چې له معيوبينو سره دې د هغوی د شرايطو په رڼا کې مرستې وکړي.

(( مننه کوم د سويډڼ له کميټې نه، د کار او امور اجتماعي له رياست نه چې دغه زمينه يې برابره کړې ده، د راتلونکي لپاره هم له ټولو موسساتو نه د ولايت د مقام په نماينده ګۍ دا ده چې دوی سره ډيره مرسته وکړي، دوی هيڅکله بايد د نميګړتيا احساس ونه کړي، د دوی د شرايطو سره سم بايد دوی ته داسې کار برابر شي چې دوی ته د خپلې کورنۍ لپاره د حلالې روزۍ زمينه برابره شي.))

هغو معذورانو چې په بيلابيلو کسبونو کې يې زده کړې حاصلې کړې وې، خوشحاله ول چې له دې وروسته به په خپلو کورنيو بوج نه وي، دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( عمر مې نازينه ده او عمر مې شل کلن دی، معيوبه پيدا شوې ومه، اوس په کورنۍ بوج نه يم، اوس مې خياطي زده کړې، زه اوس کولای شم چې د کور غړو سره کمک وکړم، شاګردان ونيسم ))

(( زما نوم عزت الرحمن دی، د جلال اباد ښار د چاراهي اوسيدونکی يم. ما په موبايل سازۍ کې ډير څه زده کړل، پاور ايسي بدلول، سکرين بدلول بيټري ترمينل بدلول مې زده کړي دي. زه ډير خوشحاله يم چې ما ته يې د کار سامان راکړو، زه به اوس خپل دوکان خلاصوم او ځانته نفقه پيدا کړم.))

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو مشر وايي چې د روان لمريز کال په دوران کې يې د مرستندويه ادارو په همکارۍ څه باندې زر تنه ښځينه او نارينه معيوبين په حرفوي يا کسبي زده کړو سمبال کړي او تر درې نيم زرو تنو پورې ښځينه او نارينه معيوبين په بيلابيلو حرفوي ( کسبي) کارونو کې تر زده کړو لاندې دي.
XS
SM
MD
LG