د لاسرسي ځای

تازه خبر

وږمه سبا وايي پښتانه اوس د ښځینه لیکوالو قدر کوي


افغانه لیکواله وږمه سبا په پراګ کې
افغانه لیکواله وږمه سبا په پراګ کې


دا اونۍ ( د یارانو مشال ) خپرونه کې لیکواله وږمه سبا میلمنه وه . نوموړې چې دامهال د چیک جمهوریت په مرکز پراګ ښار کې ژوند کوي، لنډې کیسې او ناولونه لیکي او په دې وروستیو کې يې پښتو ادب ته څو بیلا بیل ناولونه وړاندې کړي دي. د نوموړې د شاعرۍ او لنډو کیسو هم څو ټولګې خپرې شوي دي.

د یارانو مشال خپرونه کې وږمې سبا وویل چې اوس پښتانه د میرمنو لیکوالو قدر کوي او نوې ښځینه لیکوالې د هغو ستونزو سره نه مخ کیږي چې یو وخت به دا او ددې همعصره نورې لیکوالې ورسره لاس او ګریوان وې.


لیکوال او خبریال طائر ځلاند
لیکوال او خبریال طائر ځلاند




په دې خپرونه کې د پښتو ادب دوو پيژندل شویو کره کتونکو طائر ځلاند او محب وزیر هم د آغلې سبا په ناول لیکنه خبرې وکړې او په دې لاره کې يې د نوموړې هلې ځلې وستایلې. طائر ځلاند وویل: (( وږمه به شاعري هم کوي او لنډې کیسې هم لیکي، خو زه هغه یوه بریالۍ ناول نګاره ګڼم او زما سپارښتنه به هم ورته دا وي چې ناول لیکنې ته دې ادامه ورکړي . ))

شاعر، لیکوال او محقق محب وزیر
شاعر، لیکوال او محقق محب وزیر





محب وزیر چې په پښتو ادبیاتو ژور نظر لري او د وږمې سبا ناولونه او لنډې کیسې یې لوستلي وايي په ناول لیکنه کې وږمه د اوس مهالو نارینه ادیبانو سره اوږه په اوږه روانه ده، هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وايي : (( ما چې بنګړیواله ناول ولوستلو نو فکر مې کولو په دې ناول کې وږمه ښايي ځکه بریالۍ وي چې کیسه د رسنیو نه څرخیږي او وږمه پخپله هم ددې چاپیرچل برخه ده، خو د جنت کوټ ناول کې چې لیکواله د وزیرستان او د ترهګرۍ کومه کیسه کوي، هغه بې جوړې ده، ځکه هغې دداسې ځای ناول لیکلی چې په ژوند کې یې لیدلی هم نه دی. ))

د وږمه سبا راتلونکی ناول
د وږمه سبا راتلونکی ناول



همدارنګه ګڼ شمیر اوریدونکو هم خپرونې ته زنګونه ووهل او د لیکوالې د لیکنو او شخصیت سره یې مینه ښکاره کړه. داخپرونه په لاندې لینک اوریدلای شئ :



تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:49:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG