د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د پوهنې پرمختګ د ودانیو او درسي توکیو اړتیا زیاته کړې


په خوست کې ۵۵ فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري او د ۴۰ فیصده ښوونځيو زده کوونکي له لابراتوارونو، کتابتونونو، کمپیوټرخونو او نورو ګټورو درسي توکو څخه بې برخې دي.

په خوست کې سره له دې چې د ښوونې اوروزنې د پرمختګ له پاره ښه شرایط موجود دي او د پوهنې له بهیر سره ټول خلک مرسته کوي، ولې بیا هم په نوموړي ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو او درسي توکیو په برخه کې ستونزې موجودې دي.


د ښوونې او روزنې له بهیر سره د خوست د خلکو مینه او لیوالتیا ددې لامل شوې، چې په یاد ولایت کې د پوهنې بهیر پرمختګ وکړي، د مسوولینو په وینا د پوهنې د بهیر پر وړاندې نه یوازې دا چې هېڅوک په هېڅ نوم ستونزې نه جوړوي، بلکې تر وسه له دې بهیر سره مرسته کوي، له همدې کبله ده، چې په ټول خوست کې د امنیتي ګواښونو له کبله یو ښوونځی هم نه دی تړل شوی.

د پوهنې بهیر سره د خلکو د دې بې دریغه ملاتړ او همکارۍ سره، سره هم په دې ولایت کې ۵۵ فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري او د څلویښت سلنه ښوونځيو زده کوونکي د عملي زده کړو له پاره د لابراتوارونو، کتابتونونو، کمپیوټر خونو او نورو ګټورو درسي توکو څخه بې برخې دي، چې دې ډول ستونزو په خوست کې د پوهنې بهیر اغېزمن کړی دی.

د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ ازادۍ راډیو سره په ځانګړو خبرو کې د پوهنې د ټولیز بهیر په تړاو وویل، چې اوسمهال په خوست کې د پوهنې په سکټور کې د پام وړ پرمختګ شوی او د ټولو سیمو د ځوانانو او تنکیو زلمیانو له پاره د زده کړو شرایط څه نا څه ښه شوي دي:

"په خوست ولايت کې يو سلو اوه پنځوس ابتدايه، اته شپېته منځني او يو سلو يو بابه لېسو د فعالیت تر څنګ د مېخانيکي انستيتوت، مالي او حسابداري انستيتوت، کثيرالرشتوي انستيتوت، اقتصاد لېسه، خاص لېسه، دارالمعلمين او په بېلابېلو ولسواليو کې د دارالمعلمين نهه حمايوي مرکزونه د ښوونې او روزنې په برخه کې فعالیت لري، چې دوه سوه اته اتيا زره زده کوونکي په مکاتبو او پنځه زره اته اويا زده تنه زده کوونکي په ۲۴ بابه ديني مدرسو او مرکز ي دارالعلوم کې چې د پوهنې په چوکاټ کې دي، په ديني زده کړو بوخت دي."

د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول او ویاند د پوهنې د خصوصي سکټور او ښوونځیو ته د نجونو د جذب په برخه کې هم یو شمېر پرمختیاوې یادې کړې:

"له ښه مرغه د حکومتي سکټور تر څنګ د معارف خصوصي سکټور هم د هرې ورځې په تېریدو سره پراخیږي، دا مهال د خصوصي ښوونځیو شمېر اتلسو ته رسیدلی، چې ۱۵يې لیسې او پاتې درې يې منځني ښوونځي دي، موږ په دې هم خوشاله یو چې د نجونو د مستقلو ښوونځیو شمېر هم ۶۷ بابه شوی، چې دا مهال په کې يو سلو يوولس زره نجونې په زده کړو بوختې دي."

مبارزمحمدځدراڼ وويل په روان کال کې په خوست ولايت کې د څلورو ښوونځيو له پاره په عصري بڼه نوې ودانۍ جوړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي، همداراز د څلورو نورو ښوونځيو لپاره د نویو ودانیو د جوړیدو کار په بشپړیدو دی.

نوموړي په وروستیو درېو کالونو کې د نویو ودانیو د جوړیدو په باب هم د سیمه ییزې ادارې ځینې لاسته راوړنې داسې یادې کړې:

"په ١٣٨٩، ٩٠ او ٩١ لمريز کالونو کې په دې ولايت کې جمله نولسو ښوونځيو له پاره پخې ودانۍ جوړې شوي او دیارلس بابه ښوونځيو ته يې د محوطې دیوالونه، ژورڅاه ګان، عصري تشنابونه او د ودانيو د اساسي ترميم چارې بشپړې کړيدي، چې په دې سره په خوست ولايت کې د پوهنې رياست د د قيقو مالوماتو له مخې پنځه څلوېښت سلنه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې او پاتې پنځه پنځوس سلنه ښوونځي لا هم سرپنا نه لري،خو په راتلونکې کال کې ولايتي اداره پلان لري، چې د ښوونځيو د سرپنا په برخه کې په ځينو سيمو کې لومړيتوبونو ته په پام د پنځه کلن سټراټيژيک پلان په چوکاټ کې ودانۍ جوړې کړي او په دې برخه کې يې د پوهنې وزارت او د نړيوالو مرستندويه ادارو څخه د پراخو همکاريو غوښتنه کړې ده."

د یادونې وړ ده، د پوهنې د بهیر سره د خلکو لیوالتیا او پراخه ملاتړ با وجود هم د ۵۵ سلنه ښوونځیو د ودانیو او په څلویښت سلنه ښوونځیو کې د عملي زده کړو له پاره د وسایلو او امکاناتو نه شتون په یاد ولایت کې د معارف د ډګر د ډېر پرمختګ بهیر پڅ کړی دی.
XS
SM
MD
LG