د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکايي مرسته د پیښور او تورخم پر سړک ۹ کلومیټره کار مکمل شو


د خیبر مشهوره دروازه
د خیبر مشهوره دروازه
په پاکستان کې د تعمیراتي کارونو ادارې (ایف ډبلیو او) یا فرنټیر ورکس ارګنایزیشن چارواکي وايي چې امریکايي پرمختیايي ادارې (یو ایس ایډ) په مالي مرسته د پیښور او تورخم ترمنځ پر نهه کلومیټره سړک کار سر ته رسېدلی دی ، او دا برخه یې د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانستې ده.

د دې جوړېدونکې سړک ټول اوږدوالی پنځه څلوېښت کلومیټره دی چې پر پاتې برخه یې هم کار روان دی او د چارواکو په وینا په پنځه پړاوونو کې به ټول جوړ او د ټرېفک لپاره پرانستل شي.

د تعمیراتي کارونو د ادارې یو چارواکي میجر حسین الله مشال راډيو ته وویل چې ً د دې سړک پر نهه کلومټره برخه مو تارکول اچولی دی او په دستي توګه په شاوخوا دیرش کلومیټره سړک باندې کار روان دی او هر ډول مشینري مو پرې لګیا کړې ده او چې چېرې لوړي ژوري دي هغه ټولې به ترې باسو او هیله ده چې یو نیم کال به پرې نور ولګېږيً.

میجر حسین الله زیاته کړه چې ً له دې سره به د دې سیمې د خلکو په ژوند کې ډیر بدلون راشي لکه اوس چې له کارخانو نه تر تورخم پورې یو لویه لارۍ په څلور ساعته کې رسېږي نو بیا به په یو ساعت کې رسېیږي او واړه موټرونه به پرې په نیم ساعت کې رسېږي. له دې سره به پر دې لاره له افغانستان سره تجارت هم زیات شي او د خلکو روزګار به هم ورسره زیات شي ، او د سړک پر غاړه د ځايي خلکو مځکې او جایدادونه به هم ورسره ډیر قیمتي شيً .

دا نهه کلومیټره سړک له کارخانو تر جمرود پورې مکمل شوی دی. د جمرود سیمې یو اوسیدونکی صادق اپریدب وايي ً موږ ورته ډیرخوشاله یو ، او چې هر څوک يي جوړوي موږ یې ډېره مننه کوو ، تر دې وړاندې موږ ته ډير تکلیف وو خپل ناروغان به مو پر وخت روغتونونو ته نه شو رسولای ، خو اوس راته په تګ راتګ کې ډيره اساني پیدا شوه. زموږ په سیمه کې د ګاډو کرایې هم راکمې شوې ، ګردونه ختم شول او ښه پر وخت هر چېرته تلای او راتلای شوً.

بل پلو د خیبر د ذخه خیلو سیمې یو اوسیدونکی عظیم خان وايي چې ً دا سړک اوس له جمروده تر تورخمه ځای په ځای راسپړل شوی دی او ټریفک ترې پر کچه او شاړو لارو اړول شوی دی. موږ یې له ډېر مشکل سره مخامخ کړي یو. او باید پر دې پاتې برخو یې هم ژر تر ژره کار مکمل کړل شيً.

د تعمیراتي کارونو د ادارې (ایف ډبلیو او) چارواکی میجر حسین الله له جمروده تر تورخمه د دې سړک پر پاتې برخو د کار د ورو پرمختګ له کبله د خلکو د شکایتونو په اړه مشال راډیو ته وویل چې ً په ځینې ځایونو کې د سست کار وجه انجنیرنګ او ټیکنیکل وجوهات وي ، موږ پر دې په یو داسې طریقې سره کار کوو چې بیا به په راروان پنځوس کاله کې پر دې سړک د کار کولو ضرورت نه ويً.

د تعمیراتی کارونو د یادې ادارې یا (ایف ډبلیو او) د چارواکو په وینا پر دې سړک باندې شاوخوا اووه شپیته میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي چې څه د پاسه شپږ نیم اربه پاکستانۍ روپۍ جوړیږي.

چارواکي وايي چې دوی یې د (فاټا سیکرټریټ ) او ( نیشنل های وې اتهارټی ) په مشوره جوړوي او په پای کې به یې پلنوالی تر څلوېښت فټه رسوي.
XS
SM
MD
LG