د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د سولې له بهير سره دولت مخالفين يو ځای شول


د ننګرهار د سولې شورا سره شپږ تنه د دولت مخالف وسله وال يو ځای شول. سولې ته راستنه شوې ډله وايي چې له دې وروسته به د وطن په ابادۍ کې پوره برخه اخلي.

د ننګرهار د سولې شورا سره شپږ تنه د دولت مخالف وسله وال يو ځای شول.سولې ته راستنه شوې ډله وايي چې له دې وروسته به د وطن په ابادۍ کې پوره برخه اخلي.


چارواکي وايي چې دغه شپږ کسيزه ډله د ننګرهار د ملي امنيت، ملي پوليسو او سولې شورا په ګډو هڅو د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي.

د ننګرهار د سولې شورا مشر ملک نذير وايي چې دغه شپږ کسيزې ډلې د ننګرهار په بيلابيلو ولسواليو کې د دولت په ضد فعاليتونه تر سره کول.نوموړي وايي.

(( د امنيت، قوماندانۍ او سولې شورا په ګډو هلو ځلو باندې دا شپږ تنه د خپلو وسلو سره چې د اچين، کوټ او غني خيلو ولسواليو کې يې کار کولو، نن د سولې له پروګرام سره يو ځای شول او ژمنه يې وکړله چې موږ به د خپل وطن د خپلو ورونو سره اوږه په اوږه خدمت کوو او بيا به کله هم په ورانکاريو کې لاس ونه وهو.))

د دغې شپږ کسيزې ډلې مشر بهادر خان چې د اچين ولسوالۍ سره تعلق لري وايي چې له دې وروسته به د هيواد په ابادۍ کې برخه اخلي.

(( موږ د جعفر په نوم قوماندان سره چې په توره بوره کې د امارت محاذ ملي سره په فعاليتونو بوخت وو، موږ په خپلو کړو فعاليتونه پښيمانه شوو او د دولت سره يو ځای شو او نور به له خپلو ملګرو سره به اوږه په اوږه دريږو او په بازسازۍ کې به برخه اخلو.))

د ننګرهار امينه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شيرزاد وايي چې د دولت مخالف وسله وال چې د سولې له بهير سره يو ځای کيږي دوی به يې امنيت تامينوي.

(( موږ کوشش کوو چې د ټول ننګرهار د خلکو لپاره امن تامين کړو، هغه څوک چې د سولې پروسې ته راځي او د سولې له پروسې سره يو ځای کيږي، د دوی لپاره موږ ډير کوششونه کوو تر څو د دوې امن تامين وي، چيرته چې دوی ژوند کوي، هغه به امنيتي ساحه وي، هغه به خوندي ساحه وي.))

د سولې شورا مشر وايي چې تر دې وړاندې ورته د سولې له بهير سره ۲۳۰ تنه د دولت وسله وال مخالفين يو ځای شوي چې ۱۴۰ تنه يې د ننګرهار د فوايد عامې رياست له لارې په ټولګټو کارونو ګمارل شوي او يو شمير د کسبي کارونو په پروګرام کې شامل شوي دي.

نوموړی زياتوي وي چې هر هغه مخالف وسله وال چې د سولې له شورا سره يو ځای کيږي، هر تن ته به د شپږو مياشتو پورې د مياشتې اته زره افغانۍ ورکول کيږي او که د پوليسو په چوکاټ کې وظيفه اجرا کوي دوی به يې په سوق کولو کې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG