د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمرود ۶۵ کلنه امریکا د خېر ښېګړې مبارزه


امریکا بي بي
امریکا بي بي

د جمرود امریکا چې په غريبې کې ژوند کوي وايې څنګه چې پلار يې امريکې ته ونه رسيدو نو داسي به دا هم د غريبې له کبله امریکا ونه ويني. خو هغه يو کار هميش له کول غواړي او هغه د کلي ولس خير ښيګړه ده.


خپل ولس خېر ښېګړې لپاره کارکونکې د خېبر ايجنسۍ په جمرود تحصيل کې یوه مېرمن چې د خپلې سيمې د اوبو او بجلۍ د نشتوالي لپاره د لوړپوړو چارواکو مخکې اواز پورته کوي او د خلکو کورنۍ ستونزې هواروي، امريکا نومېږي.


پنځه شپيته کلنې امریکې د خپل نامه په اړه مشال راډيو ته وويل، پلار چې يې کله د امريکې له تګه پاتې شو او ارمان يې پوره نشو نو له امريکې سره د ډيرې مينې له وجې پر دې دا نوم کېښود.

''کله چې ما پلار ځوان وو او واده يې نه وو شوی نو امريکې ته يې تلل غوښتل نو دې مقصد لپاره چې کله دې هند ته لاړو او هلته سمندري بېړۍ کې کېناستو. په غلا امريکې ته يې اوړيدل غوښته. له رنګه ښکلې وو، سترګې يې هم شنې وې. جهاز کې ناست وو او اخبار يې چپه نيولی وو. نو د جهاز لږ مخکې تلو سره بيا ونيول شو او ممبې ته يې بيا راوستو. چرته چې درې کاله په قيد کې وو. نو چې راغلو او واده يې وکړو. او خواهش يې وو چې زه امريکې ته ولانړم خو په بچو به دا نوم ږدم"

نوموړې وايې هغه نه صرف خلکو خير ښيګړې لپاره کار کوي بلکې د کلي جينکو ته هنري ذده کړې هم ورکوي.

''مختلف هنرې راځي لکه د ماشومانو ټوپې، جرابې، کټونه بوڼل ، پړي جوړول. دا ټولې هنرې ما کلې جينکو ته ښيلي دي. زه چې کله ځوانه وم نو زما ويښتو لپاره د پېوو يو کم سل نمونې ذده وې. او هم دې هنر له وجې ما به خپل خاوند سره لاس مرسته کوله ځکه چې هغه به مزدوري کوله. زما واړه واړه بچې وو''

تعليم اهميت په اړه وايې ډير ښه څيز دې، ژوند کې اسانتياوې راولي. يو زوې ته يې تعليم ورکړيدې چې اوس استاد دې.

د دې په وينا،، زوې د يو کتاب لپاره چې هغه وخت په شپږ روپې وو نو ما ورله يوولس کټونه اوبوڼل چې راته شپږ روپې ملاو شوې او بيا پرې ما زوې ته کتاب واخيستو،،
امریکا وايې د سکولونو نشتوالې له کبله هغې تعليم ندې ترلاسه کړې خو چې څه يې هم ذده دې يا د پلار او يا د راډيو د لارې ورته ترلاسه شوې دې.

"پلار زما ډير پوهه سړې وې ، جرګې به يې کوالاى. ورور مې هم ښه پوهه سړې وو ، هغه نه هم مالومات راغلې دي. او بل هر چاته خپل کور کلې په اړه مالومات وي. داسي ماته هم دې.چې کله موږ څه مسله هوارور نو موږ مشرانې ښځې راټولې شو"

دا زياتوي چې د هند يو شمير فلمونه يې هم کتلې دي.

د جمرود تحصيل وسيدونکې فضل ربي چې يو مقامي ليکوال او ژورنلسټ دې امریکا بي بي پحقله وايې هغه يوه زړه وره زنانه ده.

"د بنيادي ضرورياتو نشتوالې په اړه امریکا بي بي مظاهرې هم کړيدې. د خپل کلې ولس تلکليفاتو په سلسله کې پوليټکل ايجنټ دفتر پورې هم تلې ده او مخ په مخ يې خبرې اترې هم کړيدې. نو د خپلې علاقې لپاره د هغې هلې ځلې ښه دي"

د امریکا مشر زوې چې سرکاري استاد دې وايي: " زما د مور چې کوم پوهه او عقل دې نو که دې تعليم کړې وې دا به وکيله وه او خلکو خدمت به يې کوالاى اوس هم د خلکو خدمت د خپل وس مطابق کوي"

د جمرود امریکا چې په غريبې کې ژوند کوي وايې څنګه چې پلار يې امريکې ته ونه رسيدو نو داسي به دا هم د غريبې له کبله امریکا ونه ويني. خو هغه يو کار هميش له کول غواړي او هغه د کلي ولس خير ښيګړه ده.
XS
SM
MD
LG