د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې چاودنه، يو تن مړ او ۲۶ نور ژوبل


د پښتون اباد سیمې پولیس وايي ؛ له ميټا چوک سره څېرمه د جوسو او ايس کريمو په يوه دوکان کې هغه مهال چاودنه شوې، چې په دوکان کې ګڼه ګوڼه ډېره لږ وه.

د کوټې په پښتون اباد سیمه کې چاودنې يو تن وژلی، او د اوو ماشومانو په شمول يې شپږويشت تنه ټپيان کړي دي. چې د سنډيمن روغتون د ډاکترانو په خبره په کې د پنځو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی.


د پښتون اباد سیمې پولیس وايي ؛ د زیارت او جمعې په منځنۍ شپه له ميټا چوک سره څېرمه د جوسو او ايس کريمو په يوه دوکان کې هغه مهال چاودنه شوې، چې په دوکان کې ګڼه ګوڼه ډېره لږ وه. د پښتون آباد پولیسو تاڼې يوه چارواکي عصمت الله مشال راډيو ته د ټيلي فون پر کرښه وویل:

؛ په دې شپږويشت تنه ټپیان شوي دي. او يو بل کس په کې وژل شوی دی. په ټپیانو کې اووه ماشومان هم دي. دا بم دیسي ساخته بم وو، چې هم هلته په دې دوکان ښوول شوی وو. په کوم بايسيکل يا موټرساييکل کې شوول شوی نه دی. ددې وزن هم شاوخوا دوه کیلوګرامه وو؛.

د پولیسو په خبره په چاودنه کې د دوو کیلو په شاوخوا کې چاودېدونکي توکي کارول شوي، چې هدف يې اولسي وګړي وو. تر چاودنې وروسته ټول ټپيان سنډيمن او ځينو نورو نيژدو شخصي روغتونونو ته منتقل کړل شوو، چې د سنډيمن سول روغتون د ډاکترانو په خبره په کې د پنځو ټپيان حالت د اندېښنې وړ دی.

د بمي چاودنې مسوولیت د رپوټ تر بشپړېدو پورې کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG