د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر خلک د شلمان اوبه غواړي


د خېبر ولس غوښتنه لري چې د شلمان اوبه خور پر منصوبه دې ژر کار پیل کړل شي او له کابل سینده د شلمان اوبه دې خیبر ایجنسۍ ته راوستل دي.

د خیبر ایجنسۍ خلک وايي چې دوی د اوبو د نشتوالی له امله د یو شمیر ستونځو سره مخامخ دي. دوی وايي، چې د شلمان اوبه خور په نامه د یوې لوې منصوبې پرانستنه شوې وه خو تېرو حکومتونو پرې څه کار ونه کړ.


دوی غوښتنه لري چې په یاده منصوبه دې ژر کار پیل کړل شي دا ځکه چې د د دغه سیمې د اوبو ستونځې هوارولو یوازنی حل له کابل سینده د شلمان اوبه خیبر ایجنسۍ ته راوستل دي.

د خیبر ایجنسۍ یو اوسیدونکي ملک اشرف مشال ریډیو ته وویل:

" چې دلته باوړیانې یا ټيوب ویلونه خراب دي او اوبه لاندې ولاړې، اوس د شلمان اوبو ته ډیر ضرورت دۍ، له دې سره به د شینوارو، اپریدو او د شلمان د خلکو د اوبو ستونځه هواره شي،او موږ یې بل حل نه وینو"

د خیبر ایجنسۍ یو بل تن لطف الله وايي:

"د اوبو د نشتوالی د لاسه به یا کډې کوو او یا به دغه د شلمان اوبه راولو،د شلمان اوبه تر اټک او بیا پنجاب پورې رسی او خلک ترې فایدې پورته کوی خو مونږ سره دغه سیند په خوا کې بهیږی او مونږ ته یی فایده نشته،او چارواکو له پکار دی اوس په دې منصوبه کار پیل کړی او زر تر زره دغه اوبه راواړوي"

د خیبر ایجنسۍ د شلمان اوبه خور په منصوبه د بیا کار شورو کولو په حقله مو چې کله د یادې سیمې نه قامی اسمبلۍ د پاره منتخب شوی غړی شاه جی ګل اپریدي سرره رابطه وکړه نو دوی وویل:

''دغه منصوبه به راژوندۍ کوم او په دې اړه مې په اسلام آباد او فاټا سیکرټریټ کې یو شیمر ذمه وارو تنانو سره لیده کاته کړی دی،او ځان مې پرې پوهه کړۍ دۍ او هڅه کوم چې په دې باندې کار پیل شی"

یاده دې وی چې د شلمان د اوبو د دغې منصوبې پرانستنه په ۲۰۰۵ کال کې د خیبر پښتونخوا پخواني ګورنر سید افتخار حسین شاه کړې وه خو لا تر دې دمه پرې کار نه دۍ پیل شوی، خو د سیمې خلک یو ځل بیا وايي چې په دې باندې دې کار شورو کړل شي.
XS
SM
MD
LG