د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ملي اردو د ټپيانو په لېږدولو کې ستونزې لري


د افغانستان د دفاع وزارت د روغتیا د برخې مسولان دا مني، چې دوي لا هم د جګړې له میدان څخه روغتیایې مرکزونو ته د ملي اردو د ټپيانو په انتقال کې ستونزې لري.

د افغانستان د دفاع وزارت د روغتیا د برخې مسولان دا مني، چې دوي لا هم د جګړې له میدان څخه روغتیایې مرکزونو ته د ملي اردو د ټپيانو په انتقال کې ستونزې لري.


دوی وایې، که چېرې دا ستونزه حل شي، نو د ملي اردو د سرتیرو تلفات به هم ورسره کم شي.

د جګړې له میدان څخه د ملي اردو د ټپي سرتیرو د انتقال لپاره د هوایې امبلانسونو نشتوالی لا هم یوه ستونزه ده چې؛ د دفاع وزارت روغتیایي برخه ورسره مخامخ ده.

د دفاع وزارت د روغتیا د څانګې رییس عبدالقیوم طوطاخیل دې ستونزې ته په اشاره د چهارشنبې په ورځ وویل، چې دوي اوس یوازې په څلورو ولایتونو کې د ملي اردو د ټپيانو او ناروغانو د تداوۍ روغتونونه لري.

ښاغلي طوطاخیل مشال راډیو ته وویل، سره له دې چې ترپخوا د دوي روغتیایي امکانات ښه شوي خو بیا هم د ټپیانو په لیږدولو کې ستونزې لري:

"د تخلیې په برخه کې ستونزې لرو ځکه چې موږ هوایې امبولانسونه نه لرو. په هرهغه ځای کې چې جګړه وي، طبیعي خبره ده چې ټپيان هم وي.

په هرې هغې سیمې کې چې ځواکونه انتقالیږي، هلته ترافیکې پيښې هم کیږي.

د ستر درستیز د قومندانۍ په چوکاټ کې اوس زر بسترونه شته. موږ په کندهار، هرات او مزار شریف کې دوه سوه بستریز روغتونو لرو او ډير ژر به په ګمبیري او پکتیا کې هم دوه سوه بستریز روغتونونه فعاله شي."

دی وایي، ډیرژر به حکومت د ملي اردو روغتیایې برخې ته په طبي وسایلو مجهز دوې امبولانس هلیکوپټرې وسپاري.

د دفاع وزارت روغتیایې مسولان دغه راز وایې، چې دوي له روغتیا وزارت سره هم په تماس کې دي، څو په ملکي روغتونونو کې د ملي اردو د سرتیرو لپاره د درملنې امکانات برابر کړي.

دوی وایې، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به د څلور دیرشو ولایتونو په ملکي روغتونونو کې د امنیتي ځواکونو لپاره دا امکانات جوړ کړي، څو په اظطراري حالاتو کې د ټپي سرتیرو درملنه په کې وشي.

تردې وړاندې د ملي اردو یو شمېر سرتیرو هم ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د هوایي امبولانسونو د نشتوالي له امله د ملي اردو یو شمېر ټپي سرتیري د جګړې په میدان کې ساه ورکوي.

خو ښاغلی طوطاخیل وایې، چې د دې مرکزونو په فعالیدو سره به د امنیتي ځواکونو په ځانګړي توګه د ملي اردو د سرتیرو تلفات کم شي:

"موږ د ځواکونو د تخلیې، درملنې او په اضطراري حالاتو کې په ګډه کار کوو، چې په څلور دیرشو ولایتونو کې څلور دیرش روغتونونه په پام کې نیول شوي چې په هغو کې به لس تر شلو بسترونه پورې تل فعاله اوسي.

پوځي او ملکي ډاکټران به په ګډه کار وکړي. موږ د ملکي ناروغانو درملنه هم کوو او هغوي هم د پوځي ځواکونو ناروغان اخلي."


د دفاع وزارت د روغتیا د برخې مسولان همدا راز وایې، مرسته کونکو هېوادونو ورسره د اوو سیارو روغتونو ژمنه کړې چې د هر یوه بیه به یو میلیون ډالره وي.

تر دې مخکی بهرنیو ځواکونو د جګړې له میدان څخه د ټپي افغان سرتیرو په انتقال کې مرسته کوله.

اوس مهال د دفاع وزارت د روغتیا په څانګه کې شاوخوا لس زره ډاکټران، نرسان او روغتیایې کارکونکي کار کوي.

خوڅیړونکي وایي چې؛ د افغان ځواکونو نورو تجهیزاتوترڅنګ باید د هغوی روغتیایی امکاناتوته هم ډیرپام وشي.
XS
SM
MD
LG