د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکولونه شته ښوونکي نشته


په ۲۰۱۲ م کال کې طالبانو د جینکو د تعلیم د حق دفاع کونکې ملاله یوسفزۍ په سر وویشته ـــ چې وروستو هغه د تعلیم د یو نړیوال سمبول په توګه وپیژندل شوه.

اې اېف پي خبري اژانس په خپل یو راپور کې لیکلي ــــ په پاکستان کې زرګونه سکولونه داسې دي چې تعمیرونه لري خو د استادانو د نیشتوالي له کبله پکې هېڅ تعلیمي هلې ځلې نه کیږي ـــــــــ چې له کبله يي دا هیواد له یو لوی تعلیمي بحران سره مخامخ شوی دی.


اې اېف پي خبري اژانس د پاکستان په جنوبي برخه کې د یو سکول په اړه لیکلي چې دغلته له تیرو اتو میاشتو استادان نه راځي ــــ اوس دغلته د بشرا په نوم یوه لس کلنه نجلۍ په دې مجبوره ده چې ماشومانو ته د خپلې پوهې مطابق زده کړې ورکړي.

خبري اژانس لیکي ـــــــ په پاکستان کې اووه زره داسې سکولونه شته ــــ چرته چې هېڅ رسمي زدهکړې نه کیږي ـــ او د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخه په هیواد کې تر ۵ میلیونو ډېر ماشومان سکولونو ته نه ځي. په شمال مغربي برخو کې په سکولونو کې د وسله والو طالبانو بریدونه د معمول خبره ده.

په ۲۰۱۲ م کال کې طالبانو د جینکو د تعلیم د حق دفاع کونکې ملاله یوسفزۍ په سر وویشته ـــ چې وروستو هغه د تعلیم د یو نړیوال سمبول په توګه وپیژندل شوه.

خبري اژانس وړاندې لیکي د ماشومانو یو پوره نسل بې له زده کړو لويږي ـــ ځکه چې سکولونه خو يې یا وران شوي دي او یا ورته استادان نه راځي.

تېرکال د پاکستان سپریم کورټ صوبو ته حکم جاري کړ ـــ چې د هغه تعلیمي ادارو په اړه راپور وړاندې کړي چې د سرکار په کاغذونو کې سکولونه بلل کیږي. د راپور نتیجې ډیرې حیرانونکې وې. ډیر سکولونه تش په نوم سکولونه دي، شاګردان پکې نه دي داخل کړل شوی او استادان يې په خپلو کورونو کې تنخواګانې اخلي. نور سکولونه داسې دي چې استاذان پکې نه دي مقرر شوي او ډېر داسې دي چې د مالداره خلکو په ذاتي استعمال کې دي او پانګه يې په زدهکوونکو نه خرڅېږي.

په راپور کې لیکل شوي چې حکومتي چارواکي د دې ستونځو هوارولو ته اماده نه دي او اکثر په اداري درغلو ککړ دي.
XS
SM
MD
LG