د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تعليمي نصاب زده کوونکو کې نفرت پیدا کوي


د هيواد په رسنيو هم د ښيلاسو خلکو اثر دی او د دې وروستی مثال دا دی چې څرنګه مېډيا د ناسمو مالوماتو له لارې د سوات ماشومه ملاله يوسفزۍ د غرب اېجنټه وګرځوله

د ډيلي ټايمز ورځپاڼې د قهار زلمي يوه مقاله خپره کړې، چې وايي، د پاکستان د سکولونو تعليمي نصاب زده کونکي روشن فکره کوي نه بلکې د هغوی ذهنونه له نفرته ډکوي. همداراز په نصاب کې د مسلمانانو تاريخ ځلانده ښودل شوی چې له وجې يې زده کوونکي د نورو مذهبونو خلکو په پرتله ځان برتره احساسوي. دغه رنګ زده کونکي له ‌ذهني ګډوډۍ سره مخامخ دي او خپل مستقبل ورته مالوم نه دی.


د پاکستان پوځي او ولسي مشرتابه ډېر وخت پس دا خبره په ډاګه کړه چې ترهګري د پاکستان سلامتۍ لپاره خطره ده خو بيا هم د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره نه خو قامي ستراتیژي جوړه کړل شوه او نه هم د قامي مفکورې په جوړولو کار شوی او هم د دې قامي ګډوډۍ له وجې ترهګرو ته ګټه رسېږي.

که يو خوا پاکستانی ولس او مشرتابه له انتشار سره مخامخ ده نو بلخوا ترهګر په خپلو کې سره يو موټې دي او خپله مفکوره پر پاکستاني ولس تپي. وسلوالو ډلو ته مالومه ده چې د دوی ايجنډه څه ده او څه کول غواړي.

مقاله ليکونکی بيا ځینې وړانديزونه ورکوي چې څه رنګه په لنډمهاله او او شریکه توګه د ترهګرۍ مخنيوی کېدای شي.

د سياسي مشرتابه لخوا د ترهګرۍ ضد جنګ خپل نه ګڼلو له وجې امنيتي ځواکونه د ترهګرو پرضد په بشپړه توګه د جنګ کولو په اړه زړه نا زړه دي. همدا حال بيا د پوځ دی چې د ترهګرو پرضد يوه تګلاره نه لري چې له وجې يې بيا سياسي مشرتابه له ګډوډۍ سره مخامخ ده.

که يوه د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال اشفاق پرويز کياني ترهګري د هيواد ړومبې دښمن بللې وه نو بلخوا بيا د پوځ د پالیسۍ مرکز هند دی. د دې ترڅنګ د ښه او بدو طالبانو سوچ هم لا ژوندی دی. نو همدغه وجه چې د پوځ لخوا د وسلوالو په اړه د واضحه تګ لارې د نشتوالي له کبله يوه قامي مفکوره نه جوړيږي. بلخوا د هيواد په رسنيو هم د ښيلاسو خلکو اثر دی او د دې وروستی مثال دا دی چې څرنګه مېډيا د ناسمو مالوماتو له لارې د سوات ماشومه ملاله يوسفزۍ د غرب اېجنټه وګرځوله او دا رنګ هغه ظالمان چې ملاله يې په ډزو ويشتلې وه د هغوی عمل يي جايز وګرځولو.

مقاله ليکونکی قهار زلمی وايي ده د خپل تحقيق لپاره له يو شمير وسلوالو سره خبرې کړي او دی پر دی خبره رسيدلې چې څرنګه ترهه ګر د پاکستانۍ ميډيا او په خاصه توګه د اوردو ژبې ميډيا رپورټونه او خبرونه د خپلو ګټو لپاره کاره وي. نو اوس وخت دی چې د رسنيو د څارنې لپاره يوه اداره جوړه کړل شي.

دويم وړانديز دا دی چې د هيواد پوليس او نور قانون نافذونکي په داسې طريقه وروزل شي چې د ترهګرۍ مخنيوی په ښه شان کولی شي. او د ترهګرۍ د مخنيوي اوږدمهاله پلان دا دی چې د هيواد تعليمي نظام ښه کړل شي.

په تعليمي نصاب کې هغه مواد دي چې زده کونکي د جديد دور د چلنجونو لپاره نه چمتو کوي.

داسې تعليمي نصاب پکار دي چې په زده کونکو کې د نورو مذهبونو او کلتورونو برداشتولو ماده پيدا کړي، همداراز دوی د نورو عقيدو لپاره احترام ولري.

د پاکستان د سکولونو تعليمي نصاب په زده کونکو کې نفرت زيږوي او د دې مثال په مطالعه پاکستان کې يو سبق دی چې په هغه کې ليکل شوي په متحده هندوستان کې هندوانو د مسلمانانو په مذهب بنديزونه لګولي وو او دا رنګ د جوماتونو مخې ته به يې شور کولو. همداراز په مطالعه پاکستان کې دا هم ليکل شوي چې هندوانو به په سکولونو کې د مسلمانانو په بچو په زوره بندې ماترم ترانه ويله.

مقاله ليکونکې په اخره کې وايي که څه هم د پاکستان د تعليمي نظام ښه کيدو لپاره لږ تر لږه يوه لسيزه وخت پکار دی خو بايد چې دا اوس شورو شي.
XS
SM
MD
LG