د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د ګڼو هنرونو نندارتون پرانستل شو


په جلال اباد کې د سولې تر سرليک لاندې د ګڼو هنرونو څلور ورځنی نندارتون پرانستل شو. دغه نندارتون نړيوالې رواني،ټولنيزې موسسې د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست په مرسته جوړ کړی.

په جلال اباد کې د سولې تر سرليک د ګڼو هنرونو څلور ورځنی نندارتون پرانستل شو. دغه نندارتون نړيوالې رواني، ټولنيزې موسسې د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست په مرسته جوړ کړی چې بيلابيل هنرونه لکه انځورګري، خطاطي او د لاسي ګڼدلو نمونې په کې نندارې ته وړاندې شوي.


دغه نندارتون چې د ډيسمبر په اولسمه نيټه پيل شو، تر شلمې نيټې پورې به دوام وکړي.
د يادې موسسې يو تن مسوول عزت الله همدرد وايي چې د تيرو شپږو مياشتو په دوران کې په دې وتوانيدل چې ګڼ شمير ښځينه او نارينه استعدادونه پيدا او ټولنې ته يې وړاندې کړي.

(( د تيرو شپږو مياشتو په دوران کې په دغه پروژه کې موږ مختلف استعدادونه رابرسيره کړل. د ځوان نسل له شاعرانو نه شروع نارينه، ښځينه، د هغوی تر څنګ خطاطان، رسامان، انځورګران د لسګونو په شمير کې، کومې خويندې چې موږ سره په دې پروژه کې کار کوي، هغوی هم په دې وتوانيدې چې د مختلفو سيمو نه هم شاعرانې راپيدا کړې چې موږ سره يې په نندارتون کې ګډون هم کړی، د لاسي صنايعې هغه زنانه چې هغوی په خپلو ګوتو جوړوي، نور ځينې اثار چې د دوی د ګوتو هنر دی هغه هم رابرسيره شوي، چې ټولو په نندارتون کې له موږ سره ګډون هم کړی دیږ))

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صميم وايي چې په ننګرهار کې پټ استعدادونه شتون لري، چې د ځليدلو لپاره يې دغه شان لټون په کار دی:

(( له نيکه مرغه چې اوس د ايفسو دفتر په همکارۍ په ننګرهار کې دغسې فرهنګي هڅونې يا د ځوان نسل استعدادونه هغه د فرهنګ په هر ډګر کې چې وي، دا هڅول کيږي او دې ته رڼايي ورکول کيږي. نو زه فکر کوم چې په راتلوونکي کې به دا استعدادونه وغوړيږي. ژبه، بيان، قلم، رسم او انځورګري دا ټول هنرونه به انشا الله رامخته شي دا سيالي او دا فرهنګ به پياوړی شي.))

د واسع په نوم ي، تن زلمي چې خپلې هنري تابلوګانې يې نندارې ته راوړې وې، خوشحاله و چې خلکو يې هنري کارونه خوښ کړل:

(( خطاطي، رسامي ميناتوري، دغه هنرونو کې کار کوم. دغه نندارتون ته ما خپل اثار راوړي وو، خلکو خوښ کړل، زه ډير زيات خوشحاله يم، له دې نه وروسته به زه کوشش وکړم چې د خلکو په خوښه به تابلو ګانې جوړې کړم.))

دغه نندارتون ته په جلال اباد کې ميشت د سيکانو ماشومانو هم خپل رسمونه راوړي وو. يوه ماشومه انجلۍ خوشحاله وه چې په نندارتون کې يې رسمونو ته ځای ورکړل شوی و.

(( نوم مې اجميت کور ده. ما چې کومه رسامي جوړه کړې وه، ټولو خلکو خوښه کړه، زه ډيره خوشحاله يم زه به نور هم کوشش وکړم چې زما رسمونه ډيرو خلکو ته خوښ شي.))

دغه نندارتون ته په لسګونو تنه د هنرونو مينه وال هم ورغلي وو. يو تن يې خپل احساسات مشال راډيو سره څه دا رنګه شريک کړل:

(( زما نوم نجيب الرحمن دی د جلال اباد ښار يو تن اوسيدونکی. لکه څنګه چې نندارتون ته موږ راغلي وو، واقعاٌ مخکې موږ دلته يو ارباب صيب لرلو چې انځور ګر و، موږ يوازې دا پيژندو خو دلته چې نندارتون ته راغلو، ډير نوي شيان مو وليدل، ډير نوي استعدادونه مو وليدل، که چيرې موږ د انځورګرۍ په برخه کې کار وکړو، نورو برخو کې کار وکړو، فکر کوم چې موږ ډيره ښه استعدادونه لرو، هغه به روښانه شي.))

د ذکر وړ ده چې دغه نندارتون د ډيسمبر په اولسمه نيټه پيل او تر شلمې نيټې پورې به دوام وکړي چې په نندارتون سربيره به په کې هره ورځ ستيج ډرامې، مشاعرې او د ټنګ ټکور مجلسونه هم تر سره شي.
XS
SM
MD
LG