د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرغاړې غزاله جاويد قاتل ته دوه ځلي د مرګ سزا


د غزاله جاوېد پخوانی خاوند جهانګیر خان
د غزاله جاوېد پخوانی خاوند جهانګیر خان

د غزالې جاويد مور خبريالانو ته وویل چې دوی د عدالت له فيصلې مطمينه ديؤ خو زیاتوي چې اوس ورته د جهانګير خان کورنۍ دهړکې ورکوي.

د سوات سيدوشريف کې ضلعي قاضي عدالت طارق پرويز بلوچ د پښتو نامتو سندرغاړې د مرګ مقدمې تفصيلي فيصله واورله او د غزاله جاويد پخواني خاوند جهانګير خان ته یې دوه وارې د مرګ سزا ترڅنګ لس کاله بند اوپه تاوان کې د غزاله جاويد کورنۍ ته اووه کروړه روپې ورکولو امرجاري کړو.


په دغه موقع د ملزم جهانګيرخان او د غزالې جاويد میندې هم په عدالت کې موجودې وې. د غزالې جاويد مور خبريالانو ته وویل چې دوی د عدالت له فيصلې مطمينه ديؤ خو زیاتوي چې اوس ورته د جهانګير خان کورنۍ دهړکې ورکوي.

بل خوا د جهانګيرخان وکيل محمد انعام يوسفزی وايي، چې دوی د عدالت د فيصلې احترام کوي خو زیاته یې کړه چې دغه فيصله به په های کورټ کې چېلنجوي. هغه وویل، چې پر جهانګير خان صرف تورنه لګيدلي دي او ثبوت نشته، او عدالت د رسنیو د راپورنو پر بنياد فيصله کړې ده.

د غزاله جاوید پر مړي د هغې خپلوان ویر کوي
د غزاله جاوید پر مړي د هغې خپلوان ویر کوي
  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG