د لاسرسي ځای

تازه خبر

'هند افغانستان ته درنې وسلې نشي ورکولای'


وروسته له هغې چې افغان او هندي چارواکو د امنیتي او دفاعي همکاریو په برخه کې پرځینو مسایلو موافقه وکړه؛ پوځي کتونکي وایي چې، هند افغانستان ته درنې وسلې او پرمختللي تجهزات نشي ورکولای.

وروسته له هغې چې افغان او هندي چارواکو د امنیتي او دفاعي همکاریو په برخه کې پرځینو مسایلو موافقه وکړه؛ پوځي کتونکي وایي چې، هند افغانستان ته درنې وسلې او پرمختللي تجهزات نشي ورکولای.


د پوځي چارو کارپوه نورالحق علومي د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې؛ هند له افغانستان سره ښې اړیکې ساتل او مرسته کول غواړي؛ خو دا نه شي کولای چې په امنیتي او پوځي برخو کې د ولسمشر کرزي وړاندې کړی لست برابر کړي.

د ښاغلي علومي په خبره هند کولای شي؛ افغان ځواکونه وروزي او ځینې نور هېوادونه له افغانستان سره پوځي همکاریو ته وهڅوي:

"کوم لست چې افغان ولسمشر هند ته وړاندې کړی؛ د هند په توان کې نه دی.
هند کولای شي چې، له افغانستان سره د روزنې او په مالي برخو کې مرسته وکړي.

هند دا نه شي کولای چې په دې برخه کې مسوولیتونه پر خپله غاړه واخلي؛ بلکې کولای شي، ښه وسیله وګرځي چې د روسیې په څېر له ځینو هیوادونو سره د افغانستان لپاره د درنو وسلو د برابرولو زمینه مساعده کړي."


ښاغلی علومي وایي چې، ولسمشر کرزی په دې هڅه کې دی چې؛ د افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره په سیمه کې د امریکا او ناټو بدیل ومومي؛ خو دی وایي چې، دا هلې ځلې به هیڅکله نتیجه ورنه کړي.

هند نه غواړي چې، په سیمه ییزو سیالیو کې د امریکا پر وړاندې ودریږي ځکه چې؛ اوس مهال د هند او امریکا ترمنځ ستراتیژېکې اړیکې موجود دي.

هند په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک کړه چې؛ امنیتي او پوځي مسایل هم په کې شامل دي.

په هند کې د نوموړي هیواد له صداراعظم من موهن سنګ سره د ولسمشرکرزي له لیدنې وروسته د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وویل؛ دواړو خواوو په امینتي او دفاعي مسایلو کې د همکاریو په لا ډیرولو موافقه وکړه.

په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ هند موافقه کړې چې، په خپل هېواد کې به د افغان افسرانو روزنه زیاتوي او د تجهیزانو او زیربنا د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې به له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي.

په همدې حال کې افغان څیړونکی جاوید کوهستاني وایي چې؛ هند د افغان ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره هغه امکانات نه لري چې؛ امریکا او ناټو یې لري او هند به د ده په خبره هیڅکله د امریکا پر وړاندې ونه دریږي.

"کوم موقعیت چې افغانستان لري؛ هند هیڅکله نه شي کولای چې؛ په یوازې توګه د امریکا د متحده ایالاتو بدیل وګرځي.

دغه راز هند نه غواړي چې، په سیمه ییزو سیالیو کې د امریکا پر وړاندې ودریږي ځکه چې؛ اوس مهال د هند او امریکا ترمنځ ستراتیژېکې اړیکې موجود دي."


هند په تیرو څو کلونو کې په بیلا بیلو برخو کې له افغانستان سره شاوخوا دوه ملیارده ډالره مرسته کړې او له دې هیواد سره یې د خپلو مرستو پردوام ټینګارهم کړی.

هند له پاکستان سره سیال هېواد دی او کارپوهان وایي چې، اسلام آباد هیڅکله نه غواړي چې؛ هند په افغانستان کې نفوذ ولري، له همدې امله د دوی په خبره افغانستان ته لازمه ده چې په پوځي برخو کې ډېر تمرکز د ناټو او امریکا پرمرستو وکړي.
XS
SM
MD
LG