د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ماشومانو ته د سینه او بغل د واکسین کمپاین پیل شو


په خوست کې تر یو لکو زیاتو هغه ماشومانو ته، چې عمرونه يې تر یو کال لږ وي، د سینه اوبغل ناروغۍ پر ضد واکسین تطبیق کېږي.

په خوست کې تر یو لکو زیاتو هغه ماشومانو ته، چې عمرونه يې تر یو کال لږ وي، د سینه اوبغل ناروغۍ پر ضد واکسین تطبیق شي.


نوموکول یا سینه او بغل بکټریايي ناروغي ده، چې د سینه او بغل یا د سینې میکروب، د دماغ میکروب او د غوږ میکروب د دریو خطرناکو میکروبونو سبب ګرځي او له کبله يې په افغانستان کې هم یو زیات شمېر ماشومان خپل ژوند د لاسه ورکوي، د ماشومتوب د دورې د دې خطرناکو میکروبي ناروغیو په وړاندې د ماشوم د ساتنې له پاره په افغانستان کې د سینه او بغل ناروغیو د واکسینو لړۍ پیل شوې او په خوست کې هم نن شنبه نوموړی کمپاین پیل شو.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر هدایت الله حمیدي د نوموړي کمپاین د پرانیستې په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، چې نوموکول واکسین د افغانستان د واکسیناسیون په پالیسۍ کې شامل شوي او تر دې وروسته به په دوامداره او روټین ډول د یو کال څخه کم عمره ماشومانو ته د خوست په مرکز، ولسوالیو او نورو روغتیايي مرکزونو کې په منظم ډول ورکول کیږي:

((دا واکسین په لومړي ځل د افغانستان د واکسیناسیون سیسټم ته داخل شول، چې په روټین ډول به هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې تر یو کال لږ وي، په دوامداره ډول، په شپږمه، لسمه او څوارلسمه اونۍ کې د نورو واکسینو سره مېکس او یو ځای ورکول کیږي، دا چې دا واکسین د یو کال څخه کم عمره ماشومانو ته تطبیقیږي، نو شاوخوا یولک زموږ هغه ماشومانو ته چې تر یو کال ټیټ عمر ولري ورته ورکړل شي.))

د عامې روغتیا سلاکار ډاکټر سخي مرجان مشال راډیو ته وايي، چې نوموړي واکسین ډېر قیمت لري او په پاکستان کې یې یوازې یو دوز لویانو ته په پنځه زره کلدارې تطبیقیږي:

((نن سبا د دې واکسینو یو دوز هلته په پاکستان کې پنځه زره پاکستانۍ کلدارې کیږي، کله چې لویان دا واکسین کوي، خو الحمدالله زموږ په افغانستان کې د ماشومانو له پاره البته چې عمرونه یې تر یو کال کم وي، نو د هغو له پاره په وړیا ډول تطبیقیږي، د دې واکسینو په تطبیق سره به انشاالله د ډېرو ماشومانو ژوند وژغورل شي، ځکه چې د ماشومانو د مړینې عمده لامل همدا سینه او بغل تشکیلوي.))
د واکسینو د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر نجیب الرحمان د نوموړو واکسینو د ارزښت او اړتیا په تړاو وویل، چې د یو ریسرج له مخې یوازې په یو کال کې په نړۍ کې نږدې اته نیم لکه ماشومان د سینه او بغل د ناروغۍ له کبله تلف شوي دي:

((کوم ریسرج چې په نړۍ کې په دوه زرم زیږدیز کال کې شوی دی، البته په دې کال په ټوله نړۍ کې تقریباً څوارلس عشاریه پنځه میلیونه ماشومان په دې نوموکوکل بکټریاوو باندې مبتلاء شوي یا مصاب شوي ول، چې د هغه جملې نه اته لکه شپږویشت زره ماشومان تلف شوي دي یانې په یو کال کې دومره ماشومان په نړۍ کې تلف کیږي، نو موږ او تاسو د دې واکسینو اهمیت کچه له دې څخه اندازه کولای شو، چې څومره مهم واکسین دي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي د نوموړو واکسینو د کمپاین د پیل په مناسبت د ولسمشر حامدکرزي پیغام ولوست، چې په هغه کې له خلکو غوښتل شوي، چې خپل ماشومان د واکسینو له پاره روغتیايي مرکزونو ته بوځي:

((زه له تاسو نه د زړه له کومې هیله کوم، چې خپل د یو کال نه کم عمره ماشومان خپلو نږدې روغتیايي مرکزونو ته یوسئ، چې ټول هغه واکسینونه، چې د واکسینو په مهالوېش کې دي، د هغو لګول ماشومانو ته ډېر اړین دي.))

د یادونې وړ ده، هغه ماشومان، چې عمرونه يې له دوو کالونو څخه کم وي، په ځانګړي توګه هغه ناروغان چې په ځنډنیو ناروغیو او خوارځواکۍ اخته وي، د دا ډول ناروغۍ د لوړ خطر سره مخامخ دي او یوازې د دې نوي واکسین(نوموکول واکسین) د درې ځله اخیستلو په واسطې له دې ناروغیو څخه ژغورل کیدای شي.
XS
SM
MD
LG