د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانۍ ارزښت ولې د ډالر په مقابل کې راټیټ شوی؟


په دې وروستیو کې افغانۍ د امریکایي ډالر په مقابل کې ورو ورو ټیټیږي او دې مسالې د خلکو په ورځني ژوند چې تر ډيره حده له بهر څخه په وارداتو ولاړ دی؛ زیات اغیز کړی دی.

په دې وروستیو کې افغانۍ د امریکایي ډالر په مقابل کې ورو ورو ټیټیږي او دې مسالې د خلکو په ورځني ژوند چې تر ډيره حده له بهر څخه په وارداتو ولاړ دی؛ زیات اغیز کړی دی.


له کومې ورځې چې د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کول وځنډول او نوي شرطونه یې په کې رامنځ ته کړل؛ د خلکو اندیښنې په هره برخه کې زیاتې شوي؛ خو تر ټولو مهم یې د خلکو ورځنی اقتصادی ژوند دی چې؛ ورځ تر بلې نرخونه پورته کیږي او د ځینو سوداګرو په وینا، افغانۍ د ډالر په مقابل کې ارزښت یو څه له لاسه ورکړی دی.

دا مساله مو د افغانستان بانک له رییس ښاغلی نورالله دلاوري سره مطرح کړه او ورڅخه مو پوښتل چې د بهرنیو اسعارو او په خاص ډالر د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ټیټېدو اصلي علت یا علتونه څه دي؟

ښاغلي دلاوري وویل، چې ډالر د سیمې د اسعارو په پرتله قوی شوی دی:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

"یو دلیل یې دا دی چې ډالر د زیات شمېر هیوادونو د اسعارو په مقابل کې قوي شوی؛ په خاص ډول که زموږ په حوزه کې ډالر د پاکستانۍ روپۍ یا کلدارې، د هندي روپۍ، د ترکیې له لېرې او د مرکزي آسیا د هیوادونو له اسعارو سره یې مقایسه کړئ؛ ایران خو هیڅ نه پرتله کوو، د دې ټولو په مقابل کې د امریکایي ډالر ارزښت پورته شوی دی."

د افغانستان بانک رییس وایي، افغانۍ د نورو هیوادو د اسعارو په نسبت د ډالر په مقابل کې خپل ثبات او قوت ساتلی او قوي پاته شوې ده.

ښاغلی دلاورې په افغانستان کې امنیتي وضعه؛ د جمهوري ریاست راتلونکې انتخابات او له امریکا سره د امنیتي تړون ځنډېدل د افغانۍ په کمزورۍ کې مهم عوامل بولي او وایي چې، د خلکو د اندیښنو او وارخطایي له امله هم د افغانۍ ارزښت کمیږي.

د افغانستان بانک رییس وایي، دوی د افغانۍ د ثبات او ارزښت ساتنې لپاره د اسعارو په بازار کې مداخله کوي او هر کله چې افغانۍ له لازم حده د ټیټیدو پر لوري مخه وکړي، د افغانستان بانک ډالر بازار ته عرضه کوي او په دې توګه پولي ثبات ساتل کیږي:

"کله چې افغانۍ د ډالر په مقابل کې ۵۷ ته ورسیده؛ موږ مداخله وکړه او بېرته ۵۶ افغانۍ د یوه ډالر په ارزښت شوې، دا مهال چې یو ډالر د ۵۸ افغانیو په ارزښت بدلیږي؛ موږ دا حالت له نږدې تعقیبوو او کولای شو چې؛ بیا مداخله وکړو."

له ښاغلي دلاوري څخه مو پوښتل چې؛ یو شمېر انتقاد کوونکې د افغانستان بانک د مداخلې یعنې بازار ته د ډالرو د عرضه کولو د شفافیت په اړه شک لري او وایي، یوازې څو ګوتې په شمار کسانو یا صرافانو ته ډالر ورکول کیږي او هغوی یې بیا په جګه بیه پلوري.

نورالله دلاوري دا خبره رد کړه او وایي، یوازې هغو صرافاتو ته ډالر ورکول کیږي چې؛ قانوني جواز ولري او دا پروسه بیخي شفافه ده:

"دا بیخي غلطه ده. زه تاسو ته باید ووایم، لومړی موږ چې کوم ډالرپه لیلام پلورو، په ازاد ډول یې لیلاموو. په اخبارونو او تلویزونونو کې اعلان کوو چې؛ دومره اندازه ډالر پلورو. دا کار د ملت د دوو تنو استازو په حضور کې هره اوونۍ ترسره کوو. هره رسنۍ او هرڅوک چې وغواړي دا لیلام وګوري، موږ یې هرکلی کوو."

د افغانستان بانک رییس له مشال راډیو سره په خبرو کې دا هم وویل چې؛ دوی په روان کال کې تر اوسه ۳ اعشاریه ۴ میلیارده ډالر بازار ته عرضه یا لیلام کړي دي. د افغانستان بانک دغه راز خپله پولي یا اسعاري زیرمه شپږ نیم میلونه ډالره زیاته کړي او دا مهال د افغانستان د اسعارو زیرمه ۷ اعشاریه ۴ میلیارده ډالرو ته رسیدلې ده.
XS
SM
MD
LG