د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې زرګونه افغان ماشومان کچرې ټولوي


د محمد خان د ژوند د نورو ورځو په څېر نن هم سهار وختي ورځ همداسې پېل کړه، چې د اسلام آباد له سوپر مارکېټ سره څېرمه په يوه انباره کې ګرځېدلی او لمر پرې راوخوت.

د پاکستان په مرکز اسلام آباد کې تر شپږ زره زیات ماشومان په ګليو کوڅو کې ګرځي او کچرې ټولوي. د نادولتي موسسو په خبره په دې ماشومانو کې اکثره پښتانه ماشومان دي، چې تعلق يې له افغانستان او د پاکستان له قبايلي سيمو سره دی.


ديارلس کلن محمد خان هم د هغو نورو سلګونو پښتنو افغانانو په څېر هره ورځ بوجۍ په شا د اسلام آباد په انبارونو ګرځي. که له يوه انباره تر بل انباره پورې واټن لږ وي، نو په پښو ځي، خو که فاصله زیاتي وي، نو يو زوړ بايسيکل لري، چې د محمد خان په خبره هغه يې مشر ورور اخیستی او بیا کله کله دا بايسیکل له ده سره وي، او تر هغو لريو پرتو انبارونو پورې پرې ځان رسوي.

د محمد خان د ژوند د نورو ورځو په څېر نن هم سهار وختي ورځ همداسې پېل کړه، چې د اسلام آباد له سوپر مارکېټ سره څېرمه په يوه انباره کې ګرځېدلی او لمر پرې راوخوت.

نن به هم ټوله ورځ محمد خان د اسلام آباد په يوه بل انباره ګرځي او د کور د وګړيو لپاره به له همدې لارې خوراک څښاک برابروي. د اسلام آباد د لویو لویو ودانيو په سيوري کې محمد خان تل همدا کار روزګار کوي.

د محمد خان په خبره هره ورځ د سهار له پنځو بیا تر ماښام ناوخته پورې يې لاسونه، پښې او ټول بدن تک تور او په کچره لړلی وي، چې نه يې په يخ يا باران کې رخصتي شته او نه هم په ګرمي کې... دا چې د کچرې په دې انبارونو کې څه څه لټوي، محمد خان يې مشال راډيو ته داسې ځواب ورکړ

؛ په دې انبارونو کې ګتې، مال، موم، شاپر، بوتلي او اوسپنې ټولوم. دغه شیان ټولوم، بیا يې تر ماښام وروسته دلته يو ګودام ته وړم او هلته يې پرې خرڅوم. په هغه پیسو بیا کور ته د خوراک څښاک لپاره شیان وړم؛.

په پلار مې خبر نه یم!

محمد خان چې د لاسو نوکان يې لوی او له خيرو ډک وو. له مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه، بابا يې نشته. دا چې کله مړ شو، څنګه مړ شو؟ محمد خان ددې پوښتنو ځوابونه نه لري. او نه هم پرې خبر دی. که خبر دی، نو يواځې دومره چې شل پنځويشت کاله وړاندې يې د افغانستان له کندوز سیمې څخه کورنۍ همدلته اسلام آباد ته راغلې، او له هغه راهیسې همدتله د مهاجرت ژوند تېروي. د سلګونو نورو افغانانو ماشومانو په څېر چې په پايه تخت اسلام آباد کې کثافت ټولوي، محمد خان هم له خپل مستقبله ناخبره دی. وايي ؛دا چې تعلیم يا زده کړې يې نه دي کړې، نو هيڅ هم په ايينده کې جوړېدلای نشي. که لوی شي هم، نو همدا کار به يې وي، او داسې خواري به کاږي.

په اسلام آباد کې اکثره کچره ټولوونکي ماشومان پښتانه افغانان دي


په اسلام آباد کې د سپارک په نامه د ماشومانو د حقونو د تحفظ لپاره د يوې نادولتي موسسې يو مشر امتیاز بیا مشال راډيو ته وویل ددوي د يوې سروې له مخې په اسلام آباد کې شاوخوا شپږ زره ماشومان له سکولونو لرې او په کوڅو کې ګرځي، چې دده په خبره اکثره يې همدا کچرې ټولوي.

؛ ددې ماشومانو تعداد شپږ زره دی. چې په کې افغان کډوال، د خیبرایجینسۍ او نورو ایجینسيو ماشومان دي د هغو شمېر شاوخوا درې نيم زره دی. مانا په دې ماشومانو کې اکثره ماشومان پښتو ویونکي دي؛.

د امتیاز په خبره ددوي موسسې د همداسې ماشومانو لپاره يوه اداره هم خلاصه کړې چې داسې ماشومانو ته په کې زده کړي او هنر ورښوول کېږي. خو زیاتوي تر کومه چې په حکومتي سطح ددې لپاره کوټلي ګامونه پورته شوي نه وي، ددوي په شمېر کې کمی راتلای نشي.

له دې سره چې د پاکستان په په بېل بېلو سیمو کې لا هم په لکونو افغانان د مهاجرت ژوند کوي. د اکثره کورنيو ماشومان په ټولو سیمو کې همداسې ژوند تېروي، چې له مکتبه لرې، او په ماشومتوب کې يې لا لاسونه مزدورۍ ته مجبوره شي.
XS
SM
MD
LG