د لاسرسي ځای

تازه خبر

“امریکا به په اسانۍ افغانستان پرېنږدي”


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا استازی وايي، د روسيي، چین او پاکستان د مشرانو په ګډون د سیمې د زیاترو هېوادونو چارواکو له افغان ولسمشر غوښتي چې؛ له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د روسيي، چین او پاکستان د مشرانو په ګډون د سیمې د زیاترو هېوادونو چارواکو له افغان ولسمشر غوښتي چې؛ له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانکړي استازي وویل، د روسيي ولسمشر ولادمیر پوتین، د پاکستان وزیراعظم نواز شریف، د چین ولسمشر شي جینپینګ له افغان ولسمشر غوښتي چې له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

جیمز ډ‌وبینز د سنا مجلس د بهرنیو اړکیو کمېټې ته په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې امریکا به داسې په اسانۍ افغانستان ته شا نه کړي.

جیمز ډوبینز وویل، د سیمې یو زیات شمېر مشران په منطقه کې د امریکا د پوځي حضور پلویان نه دي، خو ټول دا مني چې؛ د نړېوالې ټولنې د پوځي او اقتصادي مرستو له دوام پرته افغانستان بیا د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخامخ کیږي.

د ښاغلي ډوبینز په وینا دا جګړه به په سیمه کې سخت دریځي او مهاجرتونه پراخ او اقتصادي ستونزې راولاړې کړي.

نوموړي ډاډ څرګند کړ چې؛ ولسمشرحامد کرزی به په نهایت کې له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون لاسلیک کړي.

داسې ښکاري چې؛ د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په خبرو کې جیمز ډوبینز له خپلو هغو څرګندونو په شا شوی چې ویلي و، که ولسمشر کرزی امنیتي تړون لاسلیک نه کړي نو ښايي واشنګټن راتلونکې کال خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي وویل، په افغانستان روانه په سنا مجلس جمهوري غوښتونکي جان مککین له جیمز ډوبینز وغوښتل چې؛ له ۲۰۱۴ کال وروسته پهافغانستان کې د پاتې کیدونکو سرتیرو شمېر په ډاګه کړي.

د جان مککین په وینا په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کیدونکو سرتیرو د شمیر اعلانول به ولسمشر کرزۍ له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کولو ته وهڅوي.

ولسمشر کرزی ټینګار کوي چې؛ ترکومې امریکا په افغانستان کې د سولې لپاره عملي ګامونه پورته کړي نه وي او د افغانانو پر کورونو يې خپل عملیات درولي نه وي، دی به ورسره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي.
XS
SM
MD
LG