د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار ملايان د سولې په پروسه کې ونډه غواړي


د ننګرهار د حج او اوقافو رياست د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت نه وغوښتل چې د سولې په پروسه کې دې د علماوو ونډه زياته کړی شي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رياست د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت نه وغوښتل چې د سولې په پروسه کې دې د علماوو ونډه زياته کړی شي.


د سولې او امنيت په راوستو کې د علماوو د ونډې تر سرليک لاندې غونډه د ننګرهار د حج او اوقافو رياست رابللې وه چې د بيلابيلو ولسواليو د لويو جوماتونو ملا امامانو په کې ګډون کړی و.

د ننګرهار د حج او اوقافو ريس مولوي فضل الله هميم د سولې په راوستو کې د علماوو ونډه اړينه ګڼي او له حکومت نه غواړي چې د سولې په عالي کميسيون کې دې د علماوو ونډه زياته کړی شي.

(( افغانان ټول سره ورونه دي، د سولې د راوستو لپاره علماوو هميش تاييد کړې، زموږ د سولې په پروسه کې او برنامه کې د علماوو يوه لويه نيوکه دا ده چې زموږ د علماوو ونډه په کې ډيره کمه ده چون صلحه د حديث او قزآن په رڼا کې دا د علماوو کار دی، د علماوو غږ هم دا دی چې د سولې په پروسه کې دې، علماوو ته ډيره ونډه ورکړی شي چې تر څو دوی د خپلو قومونو، مشرانو او خپه ملګرو سره هغوی د قرآن او حديث په رڼا کې خبرې وکړي.))

د ننګرهار د شرعياتو پوهنځي استاد مولانا همايون چې د چکنوريو د کلي د جامع جومات امام دی وايي چې هيچا ته به دا اجازه ور نه کړي چې د افغانستان سولې او امن ته زيان ورسوي.

(( موږ چې ځان د انبياوو وارثان ګڼو او دين ته يې منسوب ګڼو، زموږ پيغام ټولو مسلمانو ته د امن او سولې پيغام دی، او د هغه چا به موږ هميشته تاييد او ملاتړ کوو چې هغوی د سولې غوښتونکي دي، او هيچا ته به دا اجازه ورنه کړو چې هغوی د افغانستان سولې او امن ته زيان رسوي.))

د غونډې په اخره کې د مولوي عبدالبصير بصيرت له خوا په نهه مادو کې يو پريکړه ليک هم ولوستل شو چې په ځينو مادو کې يې راغلي ول:

(( ۱ـ اول موږ د ننګرهار ټول ديني علماء کرام د اسلام د مقدس دين په مقدساتو حملې په کلکه غندو او د اسلام او مسلمانو په لور يې يوه لويه دسيسه بولو.
۲ـ د نورې اسلامي نړۍ په شکل افغانان هم حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي، د ټولو متخاصيمو ډلو څخه غواړو چې جنګ بند او د الله (ج) او د هغه د د رسول اکرم (ص) له هداياتو سره سم خپل مخالفتونه حل او د سولې لار انتخاب کړي.))


د ننګرهار د حج او اوقافو ريس مولوي هميم د ننګرهار په علماوو غږ وکړ چې په خپلو خطبو کې دې ولس ته د سولې او امن په اړه د الهي ارشاداتو په رڼا کې پيغامونه وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG