د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې سوداګرو ته د مرستې پروژه پرانستل شوه


په افغانستان کې د نړيوال بانک په مرسته سوداګرو ته د بازار موندنې د پراختيا او تخنيکي چارو د سمبالښت په خاطر د دوه ويشت ميلونو امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې پروژې پرانسته په ننګرهار کې وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزرات په هڅو او نړيوال بانک په مرسته کوچنيو سوداګرو ته د بازار موندنې د پراختيا او تخنيکي چارو د سمبالښت په خاطر د دوه ويشت ميلونو امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې پروژې پرانسته په ننګرهار کې وکړه.


د کوچنيو سوداګرو د بازارموندنې د دغې پروژې پرانسته د چارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې وشوه چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت پر يو شمير چارواکو سربيره په کې د ننګرهار ولايت ځينو چارواکو او سوداګرو ګډون کړی و.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال اينجينر متصل کومکي د پروژې د پرانستې پر مهال خبريالانو ته وويل:

(( د سوداګرۍ او صنايعو وزرات د دې په خاطر باندې چې موږ وکولای شوو چې خپلو کوچنيو او متوسطو سوداګريزو فعاليتونو ته کمک جذب کړی وي، له بانک جهاني نه مو مرسته وغوښته او هغوی موږ ته د دوه ويشت ميلونو ډالرو په ارزښت باندې يوه پروژه منظور کړه چې د نويو مارکيټونو د پراختيا پروژه ورته ويل کيږي. له دې نه به هغه متشبثبين چې په خپلو کارو بارونو کې نيمګړتياوې لري، له دوی سره به تخنيکي مرسته کيږي.))

د ننګرهار والي عطا الله لودين وويل:د دې پروژې په مرسته زموږ کوچني سوداګر وکولای شي چې خپل کار و بار ته وصعت ورکړي.

(( موږ د تجارت وزارت او نړيوال بانک څخه مننه کوو چې د ننګرهار ولايت ته يې د نورو ولايتونو په شان لکه هرات، مزار او کابل غوندې د دې زمينه برابره کړه چې زموږ خصوصي متشبيثين او هغه واړه پانګه وال چې ډيرې پيسې نه لري، دوی ته په تخنيکي برخه کې او د کار د پيدا کونې په برخه کې لارښوونې کوي، دوی سره همکاري کوي، چې بلاخره، د دوی دا وړوکي اقتصاد او لږه پانګه د وخت په تيريدو سره په لويو پانګو بدله شي.))

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنايعو ريس شيرعالم امله وال ياده پروژه د ننګرهار د اقتصاد د پراختيا په لاره کې ګټوره وبلله.

(( وړو کاروباريانو ته يا د خصوصي سکتور متشبيثينو ته دا ډير زيات اغيزناک دی او ګټور دی، هغه په دې خاطر چې هاغه تجارتي کار وباريان چې پانګه يې لږه ده او يا د ظرفيت له کمښت سره مخ دي، يا مديريتي مشکل لري چې څنګه دا خپل کاروبار مديريت کړي، او يا هم تخنيکي نميګړتيا ولري، هغې کې به دوی سره مرسته کيږي او دا مرسته به دوی په خپلو پښو ودروي او د ننګرهار اقتصاد د پياوړتيا باعث به شي.))

د ننګرهار يو تن ملي سوداګر اينجنير قاسم وايي چې په ننګرهار د کوچنيو سوداګرو لپاره د دغه شان پروژې اشد ضرورت و.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزرات په هڅو او نړيوال بانک په مرسته کوچنيوسوداګرو ته د بازار موندنې د پراختيا او تخنيکي چارو د سمبالښت په خاطر د دوه ويشت ميلونو امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې پروژې پرانسته په ننګرهار کې وکړه.

(( ډيره مهمه پروژه ځکه ده چې اصلاٌ دغسې پروژې ته په ننګرهار ولايت کې او په افغانستان کې اشد ضرورت و. نو په ډير ښه او د ضرورت په وخت کې دا پروژه راغلې ده، او زه مطمين يم چې انشا الله دا پروژه به موثره واقع کيږي.))

د ننګرهار د صنفي اتحادې مشر عزيز الرحمن عرب له دولت نه وغوښتل چې يادې مرستې دې مستحقو کسانو سره وشي.

(( ډ‌ونرانو به دلته مشکل جوړولو، هر ډونر به دلته خلکو ته په روابطو پروژې ورکولې، دولت بايد داسې ونه کړي او هغه خلک چې واقعاٌ مستحق وي، د هغوی کار رشد وکړي، دولت بايد هغوی ته توجه وکړي.))

د يادولو ده چې ياده پروژه به په کابل، هرات، مزارشريف او ننګرهار کې کوچنيو سوداګرو ته د هغوی د توليداتو په وړاندې بازار موندنه کوي.د صادراتو په برخه کې به د بسته بندۍ چارې پر مخ وړي او په تخنيکي چارو کې به ورسره مرسته کوي.
XS
SM
MD
LG