د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې جمهوریت ولې نه غوړېږي؟


د ریاست او ټولنې د تړون په لړ کې پاکستان له ډېرو پیچلو ننګونو سره مخامخ دی. او د دې بنیادي وجه دا ده چې د ریاست په وړومبي دور کې جمهوریت ته وده ورنکړل شوه.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر رسول بخش ریس په ایکسپریس ټریبون کې خپره شوې خپله مقاله کې لیکي ــــ چې جمهوریت هغه وخت وده کوي او خپلې جرړې پیاوړې کوي کله چې د ټولنې د یو عام وګړي لپاره ــــ مثبتې ګټې راوړي.


ډاکټررسول بخش ریس لیکي ــــــ د ریاست او قام جوړول په هغه ټولنو کې دوه بنیادي موضوعات دي چې ــ د نورو طاقتونو کالونیانې پاتې شوي دي. د یو ښه ریاست جوړول په اصل کې ـــ د ریاست او ټولنې ترمینځ یوه داسې رشته جوړول دي چې د یو بل مرسته کوي. دا تر ټولو ګران کار دی ځکه چې کوم خلک د واک خاوندان شي هغه د ولس فکر یا خو هډو کوي نه او یا يې ډیر لږ کوي.

د ریاست او ټولنې د تړون په لړ کې پاکستان له ډېرو پیچلو ننګونو سره مخامخ دی. او د دې بنیادي وجه دا ده چې د ریاست په وړومبي دور کې جمهوریت ته وده ورنکړل شوه. په اصل کې پوځ او د پوځ مذهبي او ولسي اتحادیانو ـــ جمهوریت یوه متنازعه موضوع جوړه کړه ـــ او د هیواد د ولسي حالاتو سره دې تعلق يي پوښتنې رااوچتې کړی. په لسیزو د یوې کنټرولډ میډیا له لارې د جمهوریت پر ضد یو طرفه جنګ وشو، او دغه شان د پوځ واک او د یو اسلامي ریاست د جوړولو تصور ــــ د جمهوري فکرونو سره په جګړه کې پاتې شو.

ډاکټر رسول بخش ریس لیکي ــــ اګرچې دا اوس موږ ډیر په پرامنه توګه له یو جمهوري حکومته بل جمهوري حکومت ته واؤړیدو ــ بیا هم د هیواد د جمهوري مزل په اړه دوه لویې د فکرمندۍ خبرې شته ـــ یوه په ولس کې د پوځ مقبولیت . د ګیلپ او ؛پیو؛ ټولې نظر پوښتنې ښيي چې په لسو کې اته پاکستانیان په هیواد د پوځ د اثر پلویان دي. دویمه خبره ډیره د فکرمندۍ ده او هغه دا چې د بریټش کونسل د یوې نظر پوښتنې په رڼا کې د اتلسو کالو نه تر نهه ویشتو کالو پورې پاکستانیانو کې یواځې ۲۳ فیصده جمهوریت یو ښه نظام ګڼي. نوره خطرناکه خبره داده چې ۳۸ فیصده ځوانان پوځي واک غوره ګڼي او ۳۲ فیصده د شرعي نظام پلویان دي.
XS
SM
MD
LG