د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د کورنیو شخړو پرضد د میرمنو کمپاین


خوست: د مېرمنو غونډه
خوست: د مېرمنو غونډه

د یادونې وړ ده که څه هم په وروستیو کالونو کې په خوست کې د ښځو په ټولنیز ژوندانه کې ځني مثبت پرمختګونه رامنځته شوي

که چیرې د کورنۍ په چوکاټ کې یو ښځه او نر په ګډه خپل مسوولیتونه وپېژني، یو بل ته متقابل درناوی ولري او په کورني چاپیریال کې کرکې او بدبینۍ ته ځای ورنکړي، نو په دې سره په کورنیو کې تاوتریخوالۍ او ناوړه چلند راکمیږي او کورنۍ ماحول سوله ییز ګرځي.


دغه څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په خوست کې یو شمېر میرمنو د کورنيو شخړو او لانجو پرضد کمپاين د پیل په غونډه کې وکړې، هغوی غوښتنه وکړه، چې د ښځو اسلامي او بشري حقونو ته درناوی وشي او ښځې دې هم د کورني تاوتریخوالي په مخنیوي کې خپل رغنده رول ولوبوي.

د مدني ټولنې فعاله محبوبه وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو بیلابیلې پيښې د دې لامل ګرځي، چې هغوی د خپلو حقونو بې برخې پاتې شي او د کورنۍ جوړښت هم زیانمن شي، هغه د دواړو لورو څخه د متقابل درناوي هیله کوي:

''ځني میرمنې شکنجه کیږي، ځني نورې داسې دي، چې په زوره يې ودوي او هغه ځانوژنه کوي، د دې لارې نه تاوتریخوالۍ رامنځته کیږي، ځني د کورنیو په منځ کې د تعصباتو او کرکې له کبله دا ډول ستونزې پیدا کیږي، خو زما په فکر که چیرې خویندې دا فکر وکړي، که چیرې زه نن اېنګور یم سبا ورځ زه خواښې کېږم، یا مثال نن زه جینۍ یم سبا ورځ زه موږ کېږم، دوی خپل مسوولیت په صحیح ډول وپېژني او نارینه هم د ښځو حقوقو ته احترام ولري، نو حتماً تاوتریخوالۍ کمیږي، زما په نظر احترام متقابل دی.''

د مدني ټولنې یوه بله تنه فعاله زهره جلال په خپلو خبرو کې د ښځو پر وړاندې د شته زور زیاتیو یو شمېر بیلګو ته اشاره کوي او وايي، چې زموږ په ټولنه کې ځینو ناسمو رواجونو د دوی پر شرعي او قانوني حقونو سیوری غوړولی دی:

''کوم حق چې موږ ته اسلام راکړی او الله(ج) راکړی هغه حقوق دي، چې بیلګه يې د نړۍ په هیڅ برخه کې نشته، خو ځني دودیز رواجونه شته، چې هغه د خویندو د ځورونې او کړاو لامل ګرځي، لکه په زوره ودول، لکه په دښمنیو او بدو کې د نجونو ورکول، حتا موږ یو شمېر خویندې په تاوتریخوالي کې له لاسه ورکړي دي، خصوصاً په افغانستان او هغه سیمو کې چې هلته فقر او غربت ډېر دی.''

خوست والي عبدالجبار نعیمي د خبرو په ترڅ کې په ټولنه او کورنۍ کې د ښځو رول ډېر باارزښته وښوده او له میرمنو يې وغوښتل، چې د ټولنې د یو مهم قشر په توګه دې د کورنیو شخړو او لانجو په حل کې خپل کردار ترسره او په ټولنه کې دې د امن او نیکمرغۍ اواز اوچت کړي:

''د خوست ولایت ټولې درنې میرمنې د ټولنې د یو مهم قشر په توګه د کورنۍ شخړو او لانجو په هواري کې دې رغنده همکاري وکړي، همداشان دې دغه کمپاین په لړ کې د خوست ولایت ټولې میرمنې باید په ټولنیز مسوولیت سره د خپلو کورونو څخه د ماشومانو د روزنې، سولې، امن او نیکمرغۍ پیغامونه واستوي.''

د یادونې وړ ده که څه هم په وروستیو کالونو کې په خوست کې د ښځو په ټولنیز ژوندانه کې ځني مثبت پرمختګونه رامنځته شوي، خو د اطرافي او کلیوالي سیمو په ګډون په ډیریو ځایونو کې لا هم ښځې د حق غوښتلو او له ظلم څخه د ژغورنې په موخه د خپل غږ د پورته کولو جرات نه شي کولای.
خوست کې د مېرمنو غونډه
خوست کې د مېرمنو غونډه
XS
SM
MD
LG