د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د باچا خان پر مزار دې کار چټک شي'


د پښتونخوا شاعران
د پښتونخوا شاعران

حضرت بلال چې د باچا خان ټرسټ له خوا د مزار او کمپليکس د جوړيدو چارې وسپارل شوي وايي چې په مزار د ګنبد چارې به ډير ژر تر سره شي.

د خيبر پښتونخوا د شاعرانو او ليکوالو يوه ډله چې د راحت زاخيلي ياد غونډې لپاره کابل ته تللې وه، د ګل پر ورځ يې په ننګرهار کې د فخرافغان باچاخان د مزارليدنې پر مهال غوښتنه وکړه چې د مزار ګبند جوړونې چارې دې چتکې کړل شي.


په دغه ډله کې د پښتو ژبې وتلي شاعران او ليکوال شامل وو چې د باچاخان د کمپليکس د جوړيدو چارې يې له نيږدې څخه وکتلې او ټولو په يوه خوله غږ وکړ چې د مزار د جوړيدو چارې دې چټکې شي.

پروفيسر ډاکټر يارمحمد مغموم په دې اړه مشال راډيو ته وويل:

''د حضرت باچاخان د مزار د زيارت لپاره راغلي يوو، موږ چې وليدل په دې مزار باندې کار روان دی خو متاسفانه چې کار ډير تيز نه دی، نو موږ ټول دا مطالبه کوو چې دا کار دې تيز شي او د دې اهم او تاريخي شخصيت چې په تاريخ کې د ده يو خپل مقام دی، د دغه مقام سره سم دې داسې مزار جوړ کړی شي چې زموږ د کوزې پښتونخوا، جنوبي پښونخوا او افغانستان د پښتنو تسلي وشي.''

انجينر شوکت شرر چې د باچاخان دکمپليکس د جوړيدو نقشه يې کتلې وه وايي، په کار دا وه چې د پښتنو د فن تعمير سره سمه نقشه ورته ډيزاين شوې وه.

''ما چې کوم ډيزاين وکتلو نو يوه خبره خو دا ده چې په کار ده چې په دې ډيزاين باندې يو ريويو ( بيا کتنه) وشي. د پښتنو چې کوم خپل فن تعمير دی، د هغې سره يو سمون په کار دی. دويمه خبره دا ده چې دا چون علامتونه دي، نو په دې چې څومره ژر کار وشي، نو دا به زموږ د ترقۍ او يوې مينې علامت وي، په دې باندې توجه ورکول په کار دي چې دا هم ژر وشي او هم ښه وشي چې زموږ د مينې هغه احساس ښکاره شي.''

ملتپال شاعر شمس بونيری وايي چې باچاخان د لر او بر پښتنو د يو والي د علامت په توګه خپله اخري ارامګا جلال اباد غوره کړې وه.

''دا د کوزې او برې پښتنو د وحدت علامت دی، او موږ ځکه دلته نن په فخر راغلي يو چې زموږ وجودونه د دې خاورې سره تړلي دي او د علامت په توګه دلته زموږ او ستاسو ملي قهرمان پروت دی. موږ به کال په کال دلته راځو نو دا نن چې زموږ په پاسپورټونو ويزې لګيدلي دي، تاسو ته تسلي درکوم لکه خپل کورته چې ښکته او په بره ځو، موږ به بغير پاسپورټه راځو، که لر دی او که بر دی د يوه پښتون د يوه نيکه اولاد دی.''

حضرت بلال چې د باچا خان ټرسټ له خوا د مزار او کمپليکس د جوړيدو چارې وسپارل شوي وايي چې په مزار د ګنبد چارې به ډير ژر تر سره شي.

''کار خو سست نه دی، خو ددې کار داسې دی چې ډير زيات دروند دی، او نقشه داسې ده چې درنه ده، کار دروند دی، په دې وجه يې موږ سست کوو چې مطلب موږ نه په کې فرق رانه شي. انشا الله موږ دا وايو چې په دې روان ميلادي کال کې دا کار فاينل کړو. دې نه وروسته به بيا کومه مهمانخانه ده ايډمينسټريشن بلاګ دی، او يا نور کارونه دي، په هغې به کار روان وي او مزار به فاينل شي.''

د باچاخان په مزار د امن يوه مشاعره هم تر سره شوه چې د شمس بونيري د نظم يوه بيلګه يې ستاسو په وړاندې ږدو.

''که د لر دی که د بر دی
د يوې خاورې د يو نيکه ټبر دی
د تاريخ په کتابونو کې شريک دی
که بولان دی، که کابل که پيښور دی''

د يادولو ده چې د خدايي خدمتګار تحريک مشر او په سيمه کې د عدم تشدد باني فخرافغان باچاخان شپږ ويشت کاله وړاندې پيښور کې ومړ او د هغه له وصيت سره سم يې خاکي جسد په جلال اباد کې د مرحوم په خپل کور کې خاورو ته وسپارل شو.


XS
SM
MD
LG