د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان سره به د کرکټ تاریخي لوبه کوو. نبي عیسا خېل


د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان نبي عیسا خېل
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان نبي عیسا خېل

د پاکستاني ټیم کپتان محمد حفیظ له اې پی سره په خبرو کې ویلي چې افغان لوبډله باید اسانه و نه ګڼل شي.

پراګ: د افغانستان ملي کرکټ ډله د راتلونکې یکشنبې پر ورځ په لومړي ځل په شارجه کې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو د کرکټ پخواني جهاني اتل پاکستان ته مخامخېږي.


رییس احمدزی
رییس احمدزی
د کرکټ ډګر کې نوې غوړېدونکې افغان لوبډله سږ کال درې بریالیتوبونه لري چې یو یې د کرکټ نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کول او بل یې راتلونکې کال په بنګله دېش کې د شل اوریزه نړیوالو سیالیو ته وتل او د رېیم یې په ۲۰۱۵م کال په استرالیا او نیوزي لېنډ کې ۵۰ اوریزه جهاني سیالیو ته وتل راځي.

د مشال راډيو له همکار قاسم خان مندوخېل سره په یوه ځانګړې مرکه کې په کابل کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي رییس احمدزي خوښي څرګنده کړه چې د لوبغاړو پرله پسې زیار یې نن لوبډله د کرکټ جهاني سیالانو سره د سیالۍ جوګه کړه.

له رییس احمدزي سره مرکه دلته واورﺉ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


محمد حفیظ د پاکستان کرکټ ډلې کپتان
محمد حفیظ د پاکستان کرکټ ډلې کپتان
د پاکستاني ټیم کپتان محمد حفیظ له اې پی سره په خبرو کې ویلي چې افغان لوبډله باید اسانه و نه ګڼل شي. دوی د ۲۰۱۴م او ۲۰۱۵م کال د کرکټ جهاني سیالیو ته وتلي دي او باید سنجیده یې ونیسو.

بلخوا د افغانستان کرکټ ډلې وتلي لوبغاړي او کپتان نبي عیسا خېل د مشال راډيو له سره په خبرو کې وویل چې له ښه مرغه شارجه د افغان لوبغاړو کورنۍ ډګر ګرځېدلی دی او د تېرو لوبو بریایو ته په کتو سره یې ټیم د پاکستاني لوبډلې پر وړاندې پوره تیاری نیولی دی؟

له کپتان نبي عیسا خېل سره مرکه دلته واورﺉ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د افغانستان لپاده به د یکشنبې شل اوریزه لوبه د ټېسټ کرکټ لوبې هېواد پر وړاندې پنځمه هغه وي، دوی په کېرېبیین کې د ۲۰۱۰م کال شل اوریزه جهاني سیالیو کې له هند او جنوبي افریقا څخه ماتې خوړله وه او بیا دوه کاله وروسته په سري لنکا کې له انګلستان او هند څخه ماته شوله.

په دوبۍ کې د ډیسېمبر پر ۱۳م او ۱۵ نېټه به پاکستان له جهاني تکړه لوبډلې سري لنکا سره لوبېږي.

د یکشنې لوبې لپاره پاکستانۍ لوبډله:
کپتان محمد حفیظ، احمد شهزاد، شرجیل خان، شعېب مقصود، عمر امین، عمر اکمل، شاهد اپرېدی، ذوالفقار بابر، بلاول بټي، جنېد خان، سهېل تنویر، انور علي، حارث سهېل.

د یکشنې لوبې لپاره د افغانستان لوبډله:
محمد نبي (کپتان)، میروېس اشرف، حامد حسن، امیر حمزه هوتک، افسر خان، نوروز منګل، ګلبدین نایب، محمد شهزاد، اصغر ستانکزی، حشمت الله شاهیدي، سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، دولت خان ځدراڼ، عزت الله دولتزی.
XS
SM
MD
LG