د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خوست به مخامخ له نړۍ سره په رابطه کې شي"


په خوست کې د غلام خان بندر ترانزیټ کېدل، د هوايي ډګر جوړیدل، د خوست-ګردیز سړک پخول له دې کبله با ارښته او د اړتیا وړ دي.

په خوست کې د غلام خان بندر ترانزیټ کېدل، د هوايي ډګر جوړیدل، د خوست-ګردیز سړک پخول له دې کبله با ارښته او د اړتیا وړ دي، چې په یاد ولایت کې نه یوازې اقتصادي پر مختیا رامنځته شوې او سوداګرۍ وده کړې بلکې په ځانګړي ډول په عربي هېوادونو کې د دونیم او درې لکو تر منځ د مسافرینو شتون او د دوی تګ او راتګ هم دا اړتیاوې ډېرې کړي دي.


د همدې مسلو د ښه تنظیم او اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره نن د پنجشنبې په ورځ په لومړي ځل په خوست کې د بهرنیو چارو وزارت خپله نماینده ګي پرانیسته، د پرانیستې په مراسمو کې ګډونوالو هیله څرګنده کړه، چې ممکن عربي متحده امارات، پاکستان او هند دې ته زړه ښه کړي، چې په دې ځای کې د اقتصادي پرمختیا له پاره په مناسبو وختونو کې خپلې قونسلګرۍ پرانیزي.

د بهرنیو چارو د نماینده ګۍ مشر محمد غفور شاه میاخېل هم ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د نوموړي دفتر پرانیستل د دې ولایت په سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي پرمختیا کې یو مهم ګام وباله:

((دا چې خوست یو سرحدي ولایت دی او د ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده ګډه پوله لري او له ځانګړي سټراټیژیک اهمیت څخه برخمن دی، په دې ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت د رسمي نماینده ګۍ فعالیت نه یوازې په خوست ولایت کې په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي حالت مثبته اغېزه لري، بلکې د هېواد په کچه په دې مورد ورته د ستر ګام په نظر کتل کیږي.))

د خوست شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهندوی محمد رسول باوري د بهرنیو چارو د نماینده ګۍ یو شمېر ګټې په همدې مناسبت د جوړې شوې غونډې ګډونوالو ته په دې ډول په ډاګه کړې:

((خوست دا امکانات چې د توریستي صنعت له پاره يې لري، له دې امکاناتو څخه به ګټه واخیستل شي، خوست به مخامخ د نړۍ سره په رابطه کې وي، موږ به د نړۍ د پرمختللي کلتور، د نړۍ د پرمختللو امکاناتو څخه چې لیري يې، له هغې به خبریږو او خوست به د هغه څخه ګټه اخلي، د خوست لاسي صنعت به وده کوي، هغه معادن چې په خوست کې شته د هغو د استحصال له پاره به زمینې برابریږي او د پلورلو او پېرودلو له پاره به يې ښې چارې تنظمیږي.))

د خوست پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د بوهنځي رئیس محمدالله مندوزي په خوست کې د یادې ادارې پرانیستل د بهرنیو اړیکو په برخه کې د محصلانو د عملي زده کړو له پاره ګټور وباله:

((د حقوقو پوهنځی او په مجموع کې د شیخ زاید پوهنتون ویاړ لري، چې د خپلو محصلانو له پاره به د پرکتیک یا عملي زده کړو په برخه کې چې هغه د نړیوالو اړیکو پر مخبېول دي، د قراردادونو لاسلیک دی، د قراردادونو ثبت او راجسټر دی، په دې ټولو برخو کې به یاده نماینده ګي د شیخ زاید پوهنتون سره هر اړخیزه مرسته وکړي، نړیوالې اړیکې یوازې او یوازې د همدې کانال له لارې پر مخبېول کیږي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې د دې نماینده ګۍ له لارې به مرستندویه موسسې او ادارې خوست سره خپلې مرستې پراخې کړي، هغه په ځانګړي ډول په خوست کې د عربي متحده اماراتو د قونسلګرۍ د پرانیستلو پر اړتیا ټینګار وکړ:

((زه امیدواره یم د دغه نماینده ګي د پرانیستلو وروسته به زموږ ولایت ته هغه مرستې هم زیاتې شي، کوم چې د خارجي موسسو له خوا پلان شوي او یا پلانیږي، موږ تقریباً دوه کاله کیږي چې د سیمه ییزو ارګانونو له لارې مو د بهرنیو چارو وزارت ته رسماً وړاندیز کړی چې د اماراتو د قونسلګرۍ په خوست کې خلاصیدل مهم دي، ځکه چې د دې سیمې له دونیمو لکو تر دریو لکو پورې مسافرین په اماراتو کې لرو، نو موږ د متحده اماراتو د قونسلګرۍ غوښتنه کړې، امیدواره یم چې د دې سیاسي نماینده ګۍ له لارې به دا موضوع تعقیب شي تر څو د عمل جامه واغوندي.))

کتونکي په دې باور دی، چې په خوست کې د اقتصادي پرمختیا او د اړیکو د پراختیا له پاره مهمې سرچینې شته، چې د دولت په لږې پاملرنې سره دلته د خلکو په ژوندانه کې ستر بدلونونه راتللی شي.
XS
SM
MD
LG