د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ږوب د ځوانانو لانګ مارچ پينډۍ ته ورسېد


د بلوچستان د ږوب سیمې ځوانانو د ګیس او بجلۍ د غوښتنو لپاره يې له ږوبه تر اسلام اباده پلي لانګ مارچ پېل کړی، نن د جعمې پر ورځ پينډۍ ته رسېدلي دي.

د بلوچستان د ږوب سیمې ځوانانو د ګیس او بجلۍ د غوښتنو لپاره يې له ږوبه تر اسلام اباده پلي لانګ مارچ پېل کړی، نن د جعمې پر ورځ پينډۍ ته رسېدلي دي.


په دې ځوانانو کې یو د ګوزڼ وهلی ځوان میر حسن اتل شیراني هم دی چې له نورو ځوانانو سره يې شاوخوا شپږ سوه کیلومیتره سفر په پښو کړی دی.

درويشت کلن ځوان مير حسن اتل شیراني چې په کيڼه پښه او لاس ګوزڼ وهلی معذوره دی د ږوب له ځوانانو سره به په همدې معذوره بدن تر اسلام آباده په لانګ مارچ کې ملګری وي.

میر حسن اتل وايي په سیمه کې د ګيسو نشتوالي، د بجلۍ نه شتون او د لرګیو زیاتو بیو دې ته مجبوره کړ چې په همدې معذوره بدن په دې لانګ مارچ کې ګډون وکړي.
د ده په خبره دومره پيسې په یوې میاشت ګټلی نشي، چې د لرګيو يواځې يو من پرې واخلي.

مير حسن اتل هم د نورو ځوانانو په څېر غوښتنه کوي، چې د دوی سیمې ته دې ګیس او بجلۍ ورکړل شي.

د ځوانانو ایکشن کمېتۍ ږوب تر سیوري لاندې شاوخوا څوارلسو ځوانانو د نوومبر پر اوولسمه نېټه له خپلې سیمې د پاکستان پلازمینه اسلام آباد ته په پښو لانګ مارچ پېل کړ، چې دجمعې په غرمه د راولپينډۍ ترنول سیمې ته راورسېدل.

دا ځوانان وايي شاوخوا شپږ سوه کیلومیتره سفر يې وکړ، او اوس به په زخمي پښتو اسلام آباد ته رسېږي د ایکشن کمېټۍ ږوب له مشر عبدالله جان کاکړ څخه مو د دوی د دې سفر په اړه وپوښتل نو عبدالله جان کاکړ يې به ځواب کې وویل:

(په لاره خو موږ ډېر تکلیفونه تېر کړل. د ځوانانو پښې تاسو وينئ چې زخمي دي او داسې به په لاره ځيني ځوانان بې هوشه شوو خو بیا به يې هم ویل په هر صورت به تر اسلام آباده ځان رسوو او دا دې اوس ترنول ته رارسېدل که خدای کول اسلام آباد ته په هم ځان رسوو او هلته به مو بیا دا احتجاج تر هغه روان وي، تر کومه چې زموږ غوښتنې منل شوې نه وي)

د ږوب سیمې دا ځوانان وايي تراوسه پورې يې د سیمې ولسي نمايندګانو او حکومت د دوی دا غوښتنې پوره کړې نه دي، چې د بجلۍ او ګیسو د نه شتون له امله يې کرکرونده ختم او ځنګلونه يې وسوځل شوو.

شیخ اشرف مندوخېل چې د دې لانګ مارچ يو بل ګډون وال دی، مشال راډيو ته وویل د پاکستان اوسني وزیراعظم میا نواز شریف شاوخوا شل کاله وړاندې د دوی په سیمه کې له دوی سره همدا ژمنه کړې، چې سیمې ته به يې ګيس او بجلۍ ورکول کېږي، خو د دوی په خبره شل کاله وروسته هم د دوی دا ژمنه عملي نه شوه.

اشرف مندوخېل زیاتوي

((اوسنی وزیراعظم میا نواز شریف په ۱۹۹۳ عیسوي کال کې زموږ سیمې ږوب ته راغلی وواو هلته يې زموږ له سپينږيريو، ځوانانو سره د رسنيو په مخ کې دا قول او واده کړې وه، چې تاسو ته به ګیس درکوو او د دې اعلان يې کړی وو. خو د شلو کالو تر تېرېدو وروسته هم دا ژمنه عملي نه شوه، نو ځکه موږ دوی د هغې وادې د يادولو لپاره په پښو دا لانګ مارچ له ږوبه تر اسلام آباده کوو. او ورته وايو چې موږ هم پاکستانیان يو. دا زموږ حق دی. ګیس له بلوچستان څخه وتلی او د پاکستان هر کونج ته رسېدلی لاکن ږوب چې د صوبې دوم لوی ښار دی، هغه ته اوس هم ورکړل شوی نه دی))

د ږوب د ځوانانو د دې لانګ مارچ په اړه مو د سیمې د صوبايي اسمبلۍ له غړي او صوبايي وزیر شیخ جعفر مندوخېل څخه وپوښتل. جعفر مندوخېل يې په ځواب کې وویل له تېرو شلو کالو راهیسې يې د ږوب لپاره ګیس او بجلۍ لومړنی هدف دی او اوس هم د ځوانانو ددې لانګ مارچ په حق کې دی، تر څو د ده په خبره مرکزي حکومت د دوی د سیمې دا غوښتنې ومني.

د یادولو وړ ده چې دې ځوانانو د همدې غوښتنو لپاره تېر کال په د مارچ په ۲۴ مه نېټه له ږوبه تر کوټې ورته په پښو لانګ مارچ کړی وو، چې تر هغه وروسته يې هم غوښتنې ونه منل شوې او دا ځل يې دا لانګ مارچ پايه تخت اسلام اباد ته پېل کړی دی.

ږوب د بلوچستان سیمه ده چې له وزیرستان، خیبرپښتونخوا او افغانستان سره پولې لري.
په کال ۱۸۸۰ کې ورته د ضلع حیثیت ورکړل شوی دی. د دې ضلعې دا وخت د صوبايي اسمبلۍ لپاره دوه غړي يو هم شیخ جعفر مندوخېل دی چې د پاکستان مسلم لیګ ق صوبايي مشر دی او دوم بیا د جمعیت علماء اسلام ف مفتي ګلاب دی، چې په لومړي ځل د بلوچستان په اسمبلۍ کې د دې سیمې نمايندګي کوي.

له دې سره د ياد ګوند مولانا محمد خان شېراني بیا له ږوبه د قامي اسمبلۍ لپاره غړی دی.
XS
SM
MD
LG