د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: نوې نرسانې به په ولسوالیو کې وګمارل شي


په خوست کې د نرسنګ له دوه کلنۍ دورې څخه فارغې نجونې وايي، چې د مور او ماشوم د روغتیايي خدمتونو لپاره به دوی د ولسوالیو په روغتیايي کلینکونو او صحي مرکزونو کې دندې واخلي

په خوست کې د نرسنګ له دوه کلنۍ دورې څخه فارغې نجونې وايي، چې د مور او ماشوم د روغتیايي خدمتونو له پاره به دوی په خپله خوښه د یو ملي احساس له مخې په اطرافي او د ولسوالیو په روغتیايي کلینکونو او صحي مرکزونو کې دندې واخلي او په دې برخه کې به د امنیتي ګواښونو او نورو ټولنیزو ستونزو پروا ونه ساتي.


د ټولنې د روغتیا د نرسنګ د تعلیماتو پروګرام د لومړنۍ دورې ۳۵ فارغانو ته د بري لیکونو د ویش مراسم، چې په خوست کې جوړ شوي ول، د نوموړي ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر هدایت الله حمیدي مشال راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې په اطرافي کلینکونو کې د فارغو شویو ښځینه نرسانو په ګمارنې سره به د روغتيا په برخه کې د معیاري خدمتونو زمینه برابره شي:

((په خوست ولایت کې جمله ۳۵ تنو د ټولنې نرسانو دوه کلنې زده کړې وکړې، موږ پخوا په ټول خوست کې ښځینه خو لا څه چې نارینه نرسان مو هم نه درلودل، نو د دې فارغو شویو نرسانو په واسطه به موږ وتوانیږو، په مرکز او ولسوالیو کې هغه روغتیايي خدمات چې نرسنګ ته يې ضرورت وي، د مسلکي فارغانو په واسطه د خلکو د تداوا او ښه صحت له پاره خدمات وړاندې کړو.))

د نرسنګ له دوه کلنۍ دورې فارغې شوې نرسانې مشال راډیو ته وايي، چې دوی د مور او ماشوم د ژوند ژغورنې له پاره په خپله خوښه د ولسوالیو په روغتیايي کلینکونو کې دندې اخلي:

((زه زینب افغان د نوموړي کورس یوه تنه زده کوونکې، د روغتیايي خدمتونو ډېر ضرورت په ولسوالیو کې دي، موږ همدا غواړو چې خپلو خویندو ته که هغه په هر ځای کې وي، د هغوی خدمت وکړو او په چوپړ کې يې باید واوسو، تر څو چې میندو او ماشومانو ته نجات ورکړل شي.

نوم مې امنه ده د خوست ولایت د منګسو د قوم اوسیدونکې یم، زموږ استادان ډېر تکړه او مسلکي استادان ول، ډېر با تجربه استادان دي او موږ سره يې د تعلیم پر مهال ډېر کمک کړی دی، موږ ته يې ډېر څه رازده کړي دي او موږ په کورونو کې هم ډېر کوښښ کړی دی، نو ممکنه ده چې موږ به په خپل وطن کې ناروغانو ته پوره خدمت وکړو، په مرکز کې ډاکټران او نور امکانات ډېر دي، موږ باید په لیرو پرتو سیمو کې هغو خلکو ته خدمات وکړو، چې روغتیايي خدمتونو نه بې برخې دي، موږ په خپلو ستونزو کې نه یو بلکې دوی ته باید صحي خدمات وکړو.

نوم مې عایشه د مولوي صیب سلطان بادشاه لور یم، زه ډېره خوشاله یم چې له دې پروګرام څخه په دریمه نمره فارغه شوم، دا موږ وعده وکړه او سوګند مو یاد کړ، چې کوم څه موږ زده کړي دي، له ناروغ څخه بې یې نه دریغوو، د خدای پاک نه دا توفیق غواړو، چې کومه سپینه چپنه چې موږ اغوستې ده په دې باندې به عمل کوو.))


د نوموړي روزنیز مرکز یو تن ترینر وویل، چې دا ډول کورسونو دوام ته په ځانګړي ډول د افغانستان په سرحدي سیمو کې اړتیا ډېره ده، هغه عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کوي، چې دا لړۍ روانه وساتي:

((زما نوم ډاکټر غلام نبي د عمومي جراحۍ ترینر متخصص یم، د افغانستان خلکو ته مالومه ده، چې د صحت په باره کې خصوصاً هغه ولایتونه چې سرحدي موقعیت لري، ډېر ضرورت دی چئ ښځینه ډاکټرانې او ښځینه نرسانې موږ ولرو، موږ د عامې روغتیا وزارت د چارواکیو غوږونو دا پیغام رسوو، چې په خوست کې دارنګه کورسونه باید په دوامداره توګه دایر شي، تر څو ستونزې مو حل شي او غریب خلک مو له دې پروګرام څخه ګټمن شي.))

د یادونې وړ ده که څه هم په خوست کې په وروستیو کالونو کې ۱۴۸ قابله ګانې او ۳۵ ښځینه نرسانې روزل شوي، خو بیا هم په اوسني وخت کې په یاد ولایت کې د روغتیايي کلینکونو او مرکزونو شمېر او د خلکو نقوسو ته په کتو د نرسنګ او قابله ګۍ په برخو کې د ډېرو نجونو روزنې ته اړتیا موجوده ده.
XS
SM
MD
LG