د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: محصلانو په ننګرهار پوهنتون کې چاودنه وغندله


د پکتیکا پوهنتون محصلانو د ېوې اعتراضیه ناستې په ترڅ کې د مشرانو جرګې د تېرې اونۍ پرېکړه او د ننګرهار په پوهنتون کې د دوشنبې ورځې چاودنه وغندله.

د پکتیکا پوهنتون محصلانو د ېوې اعتراضیه ناستې په ترڅ کې د مشرانو جرګې د تېرې اونۍ پرېکړه او د ننګرهار په پوهنتون کې د دوشنبې ورځې چاودنه وغندله.


له بلې خوا وړمه ورځ د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې پر موټرسایکل کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله د دې پوهنتون نهه تنه محصلان او یو تن استاد ټپیان شول.

د پکتیکا پوهنتون د محصلانو ټولنې مشر محمدالله همتیار وویل، د پکتیکا پوهنتون محصلان د مشرانو جرګې د یادې پرېکړې سره سخت مخالف دي:

((که په الکترونیکي تذکرو کې دافغان او دین نومونه رانه شي، موږ به د اتذکرې جوړې نه کړو، او تر خپله وسه به یې مخه ونیسو.

همدارنګه له دولت څخه غوښتنه کوو، چې پر ښونیزو مرکزونو کې د چاودنو اوبریدونو مخه ونیسي او د یادې چاودنې عاملین دې ژر تر ژره ونیسي او د خلکو په عام محضرکې دې ورته سخته سزا ورکړي.))


د پکتیکا پوهنتون یو بل تن محصل نیک محمد د ننګرهار پوهنتون کې پر چاودنه خواشیني وښوده او دا کار يې د وطن او پوهنې د دښمنانو کار وباله:

((دا کار که هر چا کړی وي، د وطن او پوهنې دښمنان دي او دولت مکلف دی، چې د عاملینو په نیولو کې یې ژر تر ژره لاس په کار شي.))

د غونډې یو بل ګډونوال عبدالقدوس وايي، افغانان ټول یو ملت دی او د تابعیت په تذکرو کې هم باید د ملیتونو او قومونو پر ځای یوازې د افغان نوم ځای شي:

((موږ ټول افغانان یو، نه غواړو چې په تذکرو کې مو پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او داسي نور قومونه یادشي، موږ ټول یو ملت یو او په دې کار سره د ملت د قومونو ترمنځ تعصب هم له منځه ځي، ټول افغانان مسلمانان دي او اسلام د دوی سپېڅلی دین دی، نو باید د دین کلمه مو په تذکرو کې هم ذکر شي.))

د یادونې وړ ده مشرانو جرګې تېره اونۍ د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون طرحه تصویب کړه او په هغه کې یې د الکترونیکي تذکرو هغه طرحه تایید کړه، چې د ملت او د دین ذکر په کې نه دی شوی.
XS
SM
MD
LG