د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرزي دریځ او اندېښنې


وال سټریټ ژورنال لیکي: د ګوتو په شمېر څو تنه افغان سیاست وال د ولسمشر کرزي ملاتړ کوي، او د هغه د ورور محمود کرزي په ګډون نور ټول خلک اندیښمن دي.

امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کي : افغانان په هیواد کي له امریکا پرته د خپل راتلونکې په اړه اندیښمن دي – تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوې برخه کي یي راغلي:


په کابل کي د مشورتي لویې جرګې په جریان کي چې ټولو خلکو په کي د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړن د تائید تمه کوله، په کابل او شاوخوا سیمو کي د کورونو بییې دوه برابره لوړې شوې وې. خو له جرګې څخه یوه ورځ وروسته چې ولسمشر کرزي د تړون د لاسلیک ځنډولو خبرې وکړې، د کورونو بییې بیرته راټیټې شوې.

ورځپاڼه د سوداګرو او هغو افغانانو له خولې چي له بهره راغلي، وایي: دوی غواړي له افغانستانه ووځي، له همدي امله هېڅوک نه غواړي خپل کورونه بیرته ورغوي او یا نوي کورونه په کرایه ونیسي.

وال سټریټ ژورنال لیکي: د ګوتو په شمېر څو تنه افغان سیاست وال د ولسمشر کرزي ملاتړ کوي، او د هغه د ورور محمود کرزي په ګډون نور ټول خلک اندیښمن دي.

د وال سټریټ ژورنال خبریال په کابل کي له زیات شمیر افغانانو، سوداګرو او حتی حکومتي چارواکو سره مرکې کړې او د ټولو نومونه یې ذکر کړي چې هر یو یي د ولسمشر کرزي پر پریکړه خوښ نه دي.

انګلستان چاپ، ګاردین ورځپاڼې په دې اړه لیکلې، یوه ډله چې د ولسمشر کرزي له دې پریکړې څخه ډیره خوښه ده هغه طالبان دي او په غیر مستقیم ډول ولسمشرهڅوي چې له امریکا سره امنیتي تړن بېخي رد کړي.

ګاردین زیاتوي، که چیرې دا تړون لاسلیک نه شي، افغانستان ته د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستې به بندې شي او ملي پوځ به حتا د سونګ موادو د پیرلو توان هم ونلري.

امریکا چاپ، لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه په وروستۍ ګڼه کي د مسلې په اړه لیکې چې ولسشمر کرزي ته چا دا توان ورکړ چې په دومره جرئت او صراحت له امریکا سره امنیتي تړون وځنډوي او یا هم نوي شرطونه په کي رامنځ ته کړي.

ورځپاڼه لیکي: ولسمشر کرزي له لومړي سره ددغه تړون په بحثونو څار درلوده او د مشورتې لویې جرګې له جوړیدو څخه یوه اوونۍ مخکي یې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د تړون پر مسودې هوکړه کړې وه، خو یو دم له خپلې خبرې واویښت.

لاس انجلس ټایمز لیکي: دا امریکا وه چې د کرزي هر ناز یي وړ او پخواني ولسمشرجورج ډبلیو بوش له کوم حساب کتاب پرته افغانستان ته په میلیاردونو ډالره ورکړل او سي آی اې ورته په بوجیو کي ډالر راوړل.

د ورځپاڼې په باور، د امریکا دې کارونو ولسمشر کرزي ته داسي احساس ورکړ چې امریکا یي هر شرط یا ناز مني او له هم دې امله یي دا ډول دریځ غوره کړیدی.
XS
SM
MD
LG