د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار هنرمندان له بې روزګارۍ سره مخ دي


په ننګرهار کې پښتو ژبي سندرغاړي او هنرمندان ډير دي چې ګڼ شمير يې د خپل کار وبار له نيشتوالي شکايت کوي. دوی له حکومت نه غواړي چې د پخوا په څېر دې ورته د اطلاعات او فرهنګ په رياست کې د مديريت څانګه پرانستل شي

د افغانستان د نورو ولايتونو په نسبت په ننګرهار کې پښتو ژبي سندرغاړي او هنرمندان ډير دي چې ګڼ شمير يې د خپل کار وبار له نيشتوالي شکايت کوي.

دوی له حکومت نه غواړي چې د پخوا په څېر دې ورته د اطلاعات او فرهنګ په رياست کې د مديريت څانګه پرانستل شي


د ننګرهار هنرمندان وايي چې ورځ تر بلې يې روزګار مخ په خرابيدو دی او ګڼ شمير سندرغاړي او سازيان بې روزګاره شوي دي، دوی له حکومت نه غواړي چې د هنرمندانو د حقونو د اعادې په خاطر دې ورته د اطلاعات او فرهنګ رياست په چوکاټ کې د پخوا په څير د مديريت څانګه پرانستل شي.

په دې اړه د ننګرهار د هنرمندانو د ټولنې مشر کمين ګل مشال راډيو ته وويل:

(( پخوا خو ښه وو، پخپله په اطلاعات او کلتور رياست کې شپږ اوه کسه تنظيم وو، څارندوی کې د موسيقي هنري ګروپ و، په لوا سرحدي کې و، په فرقه ۱۱ مه کې وو. له وزارت نه زموږ دا تقاضا ده چې لکه پخوا چې په اطلاعات او کلتور کې زموږ مديريت شانته و، څلور پينځه، شپږ کسه هلته تنظيم وو، تنخواه به يې هلته نه خوړله، نن سبا کې د هنرمندانو حالات خراب دی او دغه غريب هنرمندانو سره بايد مرسته وشي، له وزير صيب نه موږ دغه تقاضا کوو چې موږ ته دې په ننګرهار کې يو مديريت پرانيزي چې دا به د دوی يو لطف او مرحمت وي چې زموږه مديريتونه بيرته فعال شي.))

توريالی غمزده هم له حکومت نه ورته غوښتنه لري او وايي:

(( چې څنګه مخکې زموږه په ننګرهار کې د هنرمندانو رياست و او زما خپل والد صيب د هغې ريس وو، هماغه اتحاديه زموږ بيا فعاله شوې، نو د دولت نه زموږ دا تقاضا ده چې په اطلاعات او فرهنګ کې څنګه چې مخکې مديريت پرانستلی و، موږ بيا دغه تقاضا لرو چې بيا دا مديريت پرانيزي، البته زموږ څو تنو مشرانو هنرمندانو ته د معاش زمينه هم برابره شي چې د هغوی په ذريعه زموږ بې وزلو هنرمندانو ته له دولت نه مرستې جلب کړي.))

د هنرمندانو د غوښتنو او ستونزو په وړاندې د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست مشر اورنګ صميم وايي:

(( هر کال ما د موسيقي د مديريت لپاره وزارت ته يو مديريت پيشنهاد کړی دی. له بده مرغه چې تر اوسه پورې د اطلاعات او فرهنګ وزارت دا اقدام نه دی کړی. دا سږني ۹۳ کال لپاره هم موږ پيشنهاد کړی دی. ښه دا ده چې همدغه هنرمندان يو وړانديز موږ ته راوليږي، او همدا خپله خبره لږه په کرسۍ کينوي، او په دې برخه کې زموږ د ننګرهاري وکيلانو نه ګټه واخلي، نو زه فکر کوم چې ممکنه ده چې موږ داسې يو مديريت ولرو. پخوا د کلتور په نوم يو مديريت و چې همدا کارونه يې پر مخ وړل.))

د ننګرهار د هنرمندانو ټولنې مشر کمين ګل وايي چې په ټولنه کې ورسره څه باندې درې سوه تنه هنرمندان راجستر دي چې د هغوی د مياشتيني عضويت په پيسو د خپلې ټولنې کارونه پر مخ وړي او له بې وزلو هنرمندانو سره مرسته کوي.

دی وايي چې د هنرمندانو روزګار د جلال اباد ښار پورې محدود شوی که حکومت ورسره مرسته ونه کړي نو ګڼ شمير ياد هنرمندان به هم له خپله کسبه لاس واخلي.
XS
SM
MD
LG