د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ:د عوامي نېشنل پارټۍ یو مخکښ غړی ووژل شو


پولیس چارواکي وایي د کراچۍ د سپرهایي وی سرک سره نزدې د جنجال ګوټ په سېمه کې د ګل یا دوشنبې په مازیګر نامالومه وسله والو په یو ګاړي ډزې کړي ، چې له امله یې یو تن وژل شوې او درې نور ژوبل شوي دي.

پولیس چارواکي وایي د کراچۍ د سپرهایي وی سرک سره نزدې د جنجال ګوټ په سېمه کې د ګل یا دوشنبې په مازیګر نامالومه وسله والو په یو ګاړي ډزې کړي ، چې له امله یې یو تن وژل شوې او درې نور ژوبل شوي دي .


د عوامي نیشنل ګوند رهنما بشیرجان تېره شپه ناوخته له مشال ریډیو سره به خبرو کې ویلي ، وژل شوی تن دین محمد وزیر نومیده او نوموړی د دوی د ګوند مخکښ رهنما و.
بشیر جان د دین مامد وزیر وژنه په ټول پاکستان کې ددوي د ګوند په ضد د وسله والو د شورو شوو حملو کړۍ وبلله او زیاته یې کړه:

((په دې پیښه کې دین مامد وزیر په سر په ګولۍ لګیدلی دی او هغه مړ دی ، درې نور زمونږ غړي اسماعیل مسود ،طارق او یو بل ملګری ژوبل دي ، هغوي یو یو ډز لګیدلي دي . په کراچۍ کې اپریشن روان دی خو دې په کراچۍ کې موجودو وسله والو ته نقصان نه دی اړولی . د کراچۍ په میټرویل،بنارس،پټان کالونۍ او خواوشا علاقو کې خو پولیس او رینجر یوازې د سرک په غاړه د کورنو تالاشیانې اخلي خو دوي دننه هغو ځایونو ته نه ورځي چرته چې دغه خلک (وسله وال) د خلکو فیصلې کوي او سزاګانې ورته اوروي))

بشیر جان وویل په کراچۍ کې له یوې خوا اپریشن روان دی او په زرګونو کسان پکې نیول شوي دي خو بلې خوا وسله وال کله او چېرې هم خپل هدف په نښه کولی شي .

بلې خوا تېره شپه د کراچۍ په قیوم اباد سېمه کې نامالومه وسله والو د ایکسپریس میډیا ګروپ په مرکزي دفتر حمله کړې ده . پولیس وایي په دغې حمله کې د یاد دفتر دوه ساتونکي ژوبل شوي دي . د سېمې پولیس مشر ناصر اقبال په دې اړه وایي

(( کی پي ټي پل د پاسنۍ برخې څخه حمله کونکو لمړی په دې دفتر ډزې کړي دي او بیا یې دوه بمونه راغورځولي دی . د پیښې په اړه مو پلټنې شورو کړي دي ))

د حملې په هدف شوي مرکز کې د پاکستاني ټي وي چېنل ایکسپریس نیوز ،ایکسپریس ورځپانې د ایکسپریس ټریبیون او ددغې ګروپ سره اړونده د نورو اخبارونو او مجلو دفترونه دي . په دې دفتر خواوشا ۴ میاشتې مخکې هم ورته حمله شوې ده.

بیلا بیلو حکومتي چارواکو،د سیاسي ګوندونو مشرانو او د خبریالانو اتحادیو په یاد دفتر حمله په سختو ټکو کې غندلې ده.

ددې رپورټ تر جوړلو کومې ډلې د ایکسپریس میډیا ګروپ په مرکز او یا هم د عوامي نیشنل ګوند د سېمه ایز مشر دین مامد وزیر د وژنې پړه په غاړه نه ده اخیستې .
XS
SM
MD
LG