د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د جنايي جرمونو په تور نهه تنه ونیول شول


پولیسو د خوست په ښار او اړوندو سیمو کې نهه کسان د لاره وهلو، غلاوو، قماربازۍ یا جواري او د چرسو د کاروبار په تور لاس په لاس نیولي دي.


د خوست د امنیه قوماندانۍ چارواکي په نوموړي ولایت کې د یو شمېر غلو، لاره وهونکو، جوارګرو او د چرسو د خرڅونکو د نیولو خبره کوي او زیاتوي، چې په دې وروستیو کې د خلکو په همکارۍ د پولیسو لاسته راوړنې ډېرې شوي دي.


د دوشنبې په ورځ ماسپښین مهال د خوست امنیه قوماندانۍ په انګړ کې یو شمېر کسان د رسنیو خبریالانو ته وښودل شول، چې لیکه ولاړ ول او سترګې يې په دستمالونو تړل شوې او لاسونه يې ولچک شوي ول، د نیول شویو کسانو ترڅنګ اوږد میز برابر شوی وو، چې د پاسه يې کلاشینکوف، تفنګچې، د چرسو پوړۍ، موبایل ټلیفونونه، څو ځایه پیسې، قطې او د قمار وهلو وسایل اېښودل شوي ول.

خوست امنیه قوماندان سمونوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې نن او پرون ورځو کې پولیسو د خوست په ښار او اړوندو سیمو کې نهه کسان د لاره وهلو، غلاوو، قماربازۍ یا جواري او د چرسو د کاروبار په تور لاس په لاس نیولي دي.

امنیه قوماندان زیاته کړه، چې دوه تنه يې د لارې وهونې په تور د پولیسو سره تر یوې نښتې وروسته نیول شوي، همدارنګه شپږ تنه د قماربازۍ په تور او یو تن هم د چرسو د خرڅولو په تور د پولیسو له خوا لاس په لاس نیول شوی دی:

''لکه څرنګه چې تاسو وینئ، پولیسو د پخوانیو ګرفتاریو او لاسته راوړنو په تعقیب پولیسو نن او پرون یو شمېر ګرفتارۍ کړي دي، د هغې له جملې څخه یو تن د چرسو خرڅونکی نیول شوی او تاسو ولیدل، چې چرس يې دلته شته، همدارنګه شپږ تنه قماربازان یا جوارګر، چې د ښار په بیلابیلو سیمو کې يې قمار وهلو، د پولیسو د پخوانیو مالوماتو پر اساس د هېوادوالو په همکارۍ نیولي دي.

دوه تنه نور چې یو تن يې د خپلې وسلې په واسطه پر خلکو ډزونه کول او بل به يې موټر یا نور څه تښتول د لارشوکونې یا قطاع الطریقۍ د جرم په تور د پولیسو سره د وسلوال مقاومت وروسته نیول شوي دي.''

د یادونې وړده د خوست د امنیه قوماندانۍ چارواکیو تېره اونۍ هم رسنیو سره په خبرو کې د پولیسو له خوا د قتلونو او غلاوو په تور د اوه تنو تورنو کسانو همدارنګه د یو شمېر وسلو، ماینونو او مهماتو د نیولو خبر ورکړی وو.
XS
SM
MD
LG