د لاسرسي ځای

تازه خبر

تښتوول شوی ډاکټر مناف ترین خپل کور ته ورسېدی


د خوشي شوي ډاکټر مناف ترین زوی ته د خوښۍ خواږه ورکول کېږي
د خوشي شوي ډاکټر مناف ترین زوی ته د خوښۍ خواږه ورکول کېږي
د کوټې مشهوره ډاکتر او د زړه د ناروغيو متخصص ډاکتر مناف ترین دوه نيمي مياشتې وروسته تښتوونکی خوشی کړی او د اتوار په ماسپښين له کراچۍ کوټې ته رسېدلی دی.

د کوټې په هوايي ډګر له رسنيو سره په خبرو کې راخوشي شوي ډاکتر مناف ترین وویل ًپه دې خبر نه دی چې دده کورنۍ تښتوونکو ته څومره تاوان ورکړی دیً.

خو وايي د ټولو ډاکترانو، ملګرو، رسنيو او له ټول اولس څخه مننه کوي چې د ده د تښتوونې پر ضد یې په احتجاج لاس پورې کړی وو.

ډاکتر مناف ترین چې له رنګه لا ستړی مالومېده، رسنيو ته په خپلو خبرو کې وویل ًتښتوونکو له اوتهل سره نيژدې پرې ښود او تر هغه وروسته يې لومړی پولیسو ته ټيليفون وکړ.ً

ده وویل ً د شپې شاوخوا درې نیمي بجې وې، چې د لسبېلې شاوخوا يو ميل دې خواته يې پرېښودم. بیا ما پولیسو ته ټيلي فون وکړ. او پولیس له ټولو نورو لوړپوړو چارواکو سره راغلل او زه يې د سیمې د پولیسو د مشر کور ته يووړم. او هلته يې زما درملنه وکړه.ً

که څه هم د بلوچستان د ډاکترانو د اتحاديې مشر ډاکتر سلطان ترین د اتوار په سهار مشال راډيو ته ویلي وو، چې ډاکتر مناف ترین د تښتوونکو له منګولو څخه په تېښته راخلاص شوی دی.

خو د اتوار په غرمه يې له رسنوالو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ډاکتر مناف تښتوونکو تر هغه وروسته خوشی کړ چې کورنۍ يې پنځه کروړه تاوان ورکړ.

ډاکتر سلطان ترین زیاتوي ټول خوشي شوي ډاکتران تښتوونکو ته د تاوان تر ورکولو وروسته راخوشي شوي دي.

دی وايي ًتر اوسه پورې ۳۱ ډاکتران تښتوول شوي دي. اتلس ډاکتران په هدفي وژنه کې وژل شوي. او دا راخوشي شوي ټول ۳۱ ډاکتران د تاوان تر ورکولو وروسته راخوشي شوي دي. د حکومت په کوښښ هيڅ يو هم راخوشی شوی نه دی.ً


ډاکټر مناف ترین د روان کال د سپټمبر د مياشتې پر اوولسمه نېټه د کوټې له پښين سټاپ سیمې هغه مهال نامالومه وسله والو تښتوولی وو چې له خپل روغتون څخه کور ته روان وو.
د نوموړي د تښتوولو مسوولیت چا نه کړ قبول.

خو له مودې راهیسې په کوټه کې وسله وال د پيسو د تاوان لپاره ډاکټران او شتمن وګړي تښتووي او بیا د تښتول شوو له کورنیو تر پیسو اخیستلو وروسته خوشي کوي.
XS
SM
MD
LG