د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغانستان نړيوالې ټولنې ته محتاج دی”


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي يان کوبيش وايي، افغانستان په خپله نه شي کولی چې، د مخدر موادو مخه ونيسي او په دې برخه کې په يوازې سر مبارزه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي يان کوبيش وايي، افغانستان په خپله نه شي کولی چې، د مخدر موادو مخه ونيسي او په دې برخه کې په يوازې سر مبارزه وکړي.


يان کوبيش په دې اړه په هغې غونډه کې خبرې وکړې چې؛ د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د سيمې له مخدر موادو سره د مبارزې د ادارو مشران راغونډ شوې وو.

يان کوبيش څرګنده کړه چې؛ وضعيت پيچلي دي او په افغانستان کې د اوومو اپيومو حاصلات د درېيم کال په مخه بيا هم زيات شوې دي. د نوموړي په وينا له دې څرګنديږي چې؛ نړيواله ټولنه نه ده توانيدلې چې د دې ستونزې مخه ونيسي او په دې برخه کې اغيزمنې هڅې وکړي.

د دوشنبې ښار په غونډه کې د جمعې په ورځ د افغانستان؛ ايران، پاکستان، قرغزستان، قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان، چين، د امريکا د متحد ايالتونو، ترکيې او د کوربه تاجکستان د مخدرموادو پرضد ادارو چارواکو برخه اخيستې وه. د دغو مقاماتو ترڅنګ له مخدرموادو سره د ملګرو ملتو د مبارزې او د اروپايي ټولنې استازيو هم ګډون کړي و.

په غونډه کې د تاجکستان د نشه یي موادو پرضد ادارې وياندې اميده يوسيپوفا وويل، دغه غونډه په خپل ذات کې لومړۍ يوه ده او يو ګام دي چې د مخدر موادو د قاچاق د مخنوي لپاره اخيستل شوي دي.

تاجکستان هغه هيواد دې چې د راپورونو له مخې د افغانستان له خوا مخدر مواد هلته قاچاقيږي او له دې لارې د منځنۍ اسيا نورو هيوادو او بيا روسيې ته وړل کيږي.

په روسيه کې په وروستيو کلونو کې هر کال په لسګونو زره کسان د مخدرو موادو له امله مړه کيږي.

د دغه هېواد صدراعظم ديمتري ميدويدييف وايي چې؛ د شانګهاي د همکارۍ د سازمان له نورو هيوادو سره به په ګډه د افغانستان د ثبات لپاره هلې ځلې وکړي.

ميدويدييف دغه خبرې پرون د شانګهاي د غړيو هيوادو د صدراعظمانو په غونډه کې په ازبکستان کې وکړې. د روسيې صدراعظم وويل، د شانګهاي غړي هېوادونه نه شي کولی؛ چې پر هغو ګواښونو پټه خوله پاتې شي چې؛ د افغانستان له لورې ورته متوجه دي لکه د مخدر موادو قاچاق، ترورزم او يو شمير نور تنظيم شوي جنايتونه.

د روسيې صدراعظم د شانګهاي له غړيو هيوادو وغوښتل چې؛ د افغانستان د اقتصادي او اجتماعي سکتورونو د رغاونې لپاره پکار ده چې خپلې هڅې دوه برابره کړي.
XS
SM
MD
LG