د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ګڼو ځوانانو د کمپیوټر وړیا زده کړې وکړې


نننۍ عصر او د نن سبا ژوند د کمپیوټر سره تړلی ژوند دی، نو هره اداره، هر ځوان او هر متخصص په خپل ژوندانه کې کمپیوټرایز سیسټم او په دې برخو کې زده کړو او مهارتونو ته اړتیا لري. یادې څ

نننۍ عصر او د نن سبا ژوند د کمپیوټر سره تړلی ژوند دی، نو هره اداره، هر ځوان او هر متخصص په خپل ژوندانه کې کمپیوټرایز سیسټم او په دې برخو کې زده کړو او مهارتونو ته اړتیا لري.


یادې څرګندونې د جمعې په ورځ د خوست شیخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد الله مندوزي هغو ځوانانو ته وکړې، چې د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ له خوا يې د کمپیوټر په برخه کې په وړیا ډول شپږ میاشتنۍ زده کړې ترلاسه کړي او د دوی د فراغت په ویاړ یاد بنسټ کې ناسته رابلل شوې وه، نوموړي وویل، کمپیوټر موږ سره په رسیرج او څېړنه، د اړیکو په پراختوب او ټولنیز پرمختګ کې پوره مرسته کوي:

((نننۍ عصر او د نن سبا ژوند بالکل د کمپیوټر سره تړلی ژوند دی، هره اداره، هر انسان او هر ځوان یا هر متخصص که په هره برخه کې وي، دا ډول امکاناتو ته اشد ضرورت لري، نو موږ ځوانانو ته دا وایو چې کمپیوټر او انټرنیټ د ریسرج ژبه ده، انټرنیټ د اړیکو ژبه ده، انټرنیټ د پرمختګ ژبه ده، انټرنیټ د نورو ټولو کړو وړو اساسي وسیله ده.))

د هېوادپال ځواک ټولنیز مرکز سیمه ییز دفتر مسوول ولي مت خان خادم مشال راډیو ته وویل، چې دوی د کمپیوټر د وړیا زده کړو له برخې څخه دریمه دوره درې سوه تنه فارغین ورکوي، هغه هیله څرګنده کړه، چې فارغ شوي ځوانان به له دې مهارتونو څخه په ورځني ژوندانه او خپلو چارو کې ګټه پورته کړي:

((نن ورځ هم درې سوه ځوانان د کمپیوټر له څانګې څخه فارغین لرو، همدا شان شپږ سوه تنه عملاً د انګلیسي ژبې پر زده کړو لګیا دی، هیله من یم په تېرو شپږو میاشتو کې چې دې ځوانانو ته مو په وړیا ډول زده کړې ورکړي دي، په ورځني ژوندانه کې به ورڅخه ګټه پورته کړي او په راتلونکې کې به خپل هېواد، ولس ته او خپلې کورنۍ ته د سالم خدمت جوګه وګرځي.))

د هېوادپال ځواک له ښوونیزې برخې څخه یو شمېر فارغان د زده کړو له یاد بهیر نه خوښي څرګندوي او دا ډول برنامې د بې وزله او غریبو ځوانانو د روزنې له پاره ګټورې او اغېزمنې بولي:

((نوم مې نقیب الله دی او په هېواد پال ځواک کې مې د کمپیوټر په برخه کې زده کړې حاصلې کړي دي، دا یو ډېر ګټور پروګرام وو، دوی په حقیقت کې د هرې کورنۍ له پاره یو ښوونکی وروزلو، هر زده کوونکي د کمپوټر په برخه کې پراخ مالومات ترلاسه کړي دي او کولای شي، چې دا مالومات نورو ته هم انتقال کړي.

زه حکمت الله د خوست ولایت د کونډیو صحرا اوسیدونکی یم، موږ په دې ځای کې د شپږو میاشتو په موده کې د کمپیوټر زده کړې وکړې، موږ له دوی نه ډېر خوشاله یو، دوی په دې ولایت کې غریبو او بې وزله ځوانانو د زده کړو له پاره ډېرې هڅې وکړې، زموږ له پاره يې د زده کړو زمینې برابرې کړې، موږ ورڅخه ډېره، ډېره مننه کوو.

نوم مې ضیاء الله دی د خوست ښار د پنزايې کلي اوسیدونکی یم، ډېر بې وزله زده کوونکي داسې ول، چې په ښار کې يې د زده کړو له پاره فیسونه نه درلودل، چې په کې داخلې وکړي، دلته دوی ته دا موقع مساعده شوه چې د کمپیوټر زده کړې په وړیا ډول وکړي.))


د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول او ویاند مبارز محمد ځدراڼ فارغو شویو ځوانانو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی دې په ترلاسه شویو زده کړو اکتفاء نه کوي، بلکې هڅه دې وکړي، چې په دې برخه کې خپلې زده کړې او مهارتونه نور هم لوړ کړي:

((تاسو باید هېڅکه په دې زده کړو چې د هیواد پال ځواک په پروګرامونو کې مو په تېرو شپږو میاشتو کې ترلاسه کړل، بسنه ونکړئ، یانې دا پروګرامونه چې تاسو زده کړې په کې وکړې، همدا راز ځني نور د کمپیوټر اړین پروګرامونه چې په ورځني ژوند کې تاسو ورسره مخامخ کیږئ، هغه باید تاسو تر هغې په دوامداره توګه تعقیب کړئ، تر څو تاسو تر ډېره بریده یا په ټولې مانا سره په دې پروګرامونو باندې حاکم او برلاسي شئ او په اینده کې د هېڅ راز ستونزو سره مخامخ نه شئ، تر څو ټولې هغه زده کړې چې ترلاسه کړي مو دي په دولتي دندو کې یا که په غیر دولتي دندو کې کار اخلئ، یا سوداګریزې معاملې کوئ په بریالیتوب سره يې ترسره کړئ.))

د یادونې وړ ده هېوادپال ځواک په تېرو دریو دورو کې یوازې په خپلو ښوونیزو پروګرامونو کې دوه نیم زره بې وزله او غریب ځوانان روزلي، نوموړی بنسټ په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکې کې د دولسمو ټولګیو فاغانو له پاره د ازمایښتي کانکور ازموینې ولري تر څو د کانکور شاملین مخکې له مخکې له دې بهیر سره بلدیت ومومي.
XS
SM
MD
LG