د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر حامد کرزی به د هند سفر کوي


ولسمشر حامد کرزی په راروانه ډسمبر میاشت کې هند ته ځي؛ څو له هندي مشرانو سره د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د حالاتو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

ولسمشر حامد کرزی په راروانه ډسمبر میاشت کې هند ته ځي؛ څو له هندي مشرانو سره د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د حالاتو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.


د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ولسمشرکرزی به هند ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې چې د راروانې ډسمبر میاشتې په دیارلسمه نېټه پیلېږي، د وزیر اعظم منموهن سنګ په ګډون له جګپوړو هندي چارواکو سره وګوري.

د اوټ لوک انډیا په نوم انلاین خپرونه خبر ورکوي چې؛ ښاغلی کرزی به د پنجاب پوهنتون په بلنه هند ته د سفر په ترڅ کې په دې پوهنتون کې هم وینا هم وکړي.

هند ته د ښاغلي کرزي د سفر خبر په داسې حال کې خپرېږي چې ټاکل شوې د هند د سیال- پاکستان وزیراعظم د شنبې په ورځ کابل ته ولاړ شي او له افغان ولسمشر سره د افغانستان د سولې د هڅو د بیاپیلولو په اړه خبرې وکړي.

وزیراعظم نوازشریف کابل ته له تلو یوه اونۍ مخکې په اسلام آباد کې د سولې د عالي شورا له یو پلاوي سره وکتل.

د راپورونو له مخې ښاغلی کرزی به د سولې د هڅو په اړه چې د اسلام آباد ونډه پکې مهمه بلل کېږي هم هندي چارواکو ته معلومات ورکړي خو نوې ډېلي د افغانستان د سولې په هڅو کې د پاکستان ونډې ته د شک په سترګه ګوري.

د افغانستان او هند مشران به د دې سفر په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو په مقصد د هند د پوځي مرستو د راجلبولو په اړه هم خبرې وکړي. د راپورونو له مخې د افغانستان حکومت په دې وروستیو کې د خپلو امنیتي ځواکونو د اړتیا وړ تجهیزاتو او وسایلو فهرست د هند حکومت ته سپارلی دی.

هند لومړنی هېواد دی چې له افغانستان سره یې په ۲۰۱۱ کال کې د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیک کړه چې په امنیتي برخو کې همکارۍ هم پکې شاملې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دې همکاریو له مخې هرکال د افغان ځواکونو لسګونه افسران د مسلکي زده کړو لپاره هند ته استول کېږي.
XS
SM
MD
LG