د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: بې پیلوټه الوتکې دوه مشکوک وسله وال وژلي

په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.


چارواکي وايي چې دا برید پرون (پنجشنبه) ناوخته میران شاه ته نژدې په چشمه پل نومي سیمه کې شوی دی.

چارواکو د وژل شوو وسله والو د پېژندګلوۍ په اړه لا څه نه دي ویلي.

دا د نومبر په میاشت کې د بې پیلوټه الوتکې دریم برید دی. تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې په لومړي برید کې د پاکستانیو طالبانو مشر حکیم الله محسود وژل شوی وو.

دویم برید د خیبر پښتونخوا په هنګو کې شوی وو چې د حقاني شبکې وسله وال په کې وژل شوي وو.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG