د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان تحریک انصاف ته دې ګوند نه، مافیا وویل شي"


سرچینه: دي نیوز
لیکوال: نادر حسن
ژباړه: بوریوال کاکړ


لیکوال نادر حسن د مقالې په پیل کې لیکي ، تحریک انصاف او د هغوی اتحادیانو اوس په پېښور کې د خلکو د وطن دوستۍ مالومولو لپاره د هغوی د کاغذونو په کتلو پیل کړی دی.


لیکوال لیکي ، تحریک انصاف چې د کومو خلکو وطن دوستۍ د هغوی پر کاغذونو مالوموي ، دا هغه لارۍ چلونکي دي چې په افغانستان کې د نېټو لپاره سامانونه وړي.

مقاله زیاتوي ، یو پلو له دې انکار نه شي کېدای چې دا لارۍ چلوونکي یوازې او یوازې له دې لارې خپله روزي ګټي او دا بلکل د دوی حق دی.

بل پلو د پاکستان حکومت له امریکا او په افغانستان کې له مېشتو نړیوالو ځواکونو سره دا تړون کړی دی چې د نېټو لپاره به سامان وړونکې لارۍ به په پاکستان کې د تېرېدو اجازه لري.

د مقالې لیکوال لیکي ، د نېټو لپاره د سامان وړونکو لاریو د مخ نیولو مناسبه طریقه دا ده چې ټاکل شوی حکومت یې وتړي او حکومت دا کار د سلاله له پېښې وروسته هم کړی وو.

لیکوال نادر حسن لیکي ، د نېټو لپاره د سامان وړونکو لاریو چلوونکي به په قانوني توګه خپله روزي ګټي خو تحریک انصاف د یو پارټۍ په حېث په خیبر پښتونخوا کې قانون تر پېښو لاندې کوي.

د لیکوال په خبره ، په خیبر پښتونخوا کې د حکومت لرونکو ګوندونو غړي بلکل دا حق نه لري چې وسلې راواخلي او له خلکو د هغوی د شناخت په اړه پوښتنې ګروېږنې وکړي.

مقاله د تحریک انصاف دې عمل ته په اشاره کولو لیکي چې مافیاګانې هم بلکل داسې له بېلا بېلو لارو په غیرقانوني توګه ګټې تر لاسه کوي.

د عمران خان تحریک انصاف چې تر کومه وخته له دې کاره لاس نه وي اخیستی ، تر هغه وخته باید تحریک انصاف ته یوه پارټۍ نه بلکې یوه مافیا وویل شي.

لیکوال زیاتوي، په دې لړ کې تحریک انصاف هم داسې دی لکه متحده قومي موومنټ. د هغوی چې هم هر وخت د خپلو احساساتو پر ضد څه وشي نو دوی را ولاړ شي او ټول ښار وتړي.

نادرحسن پر مخ لیکي ، د خیبرپښتونخوا حکومت له دې هر څه سره سره له امریکا څخه د کال پنځه دېرش اربه روپۍ مرسته ترلاسه کوي.

د لیکوال په وینا ، تحریک انصاف د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد اتحتجاج کوي خو د هغو اورپکو پر خلاف هیڅ هم نه وايي کوم چې د ولس قتل عام کوي.

دی زیاتوي ، تحریک انصاف لا تر اوسه دا نه دي زده کړي چې د حکومت کولو لپاره په ځان کې زغم پیدا کولو او قربانیو ورکولو ضرورت وي.

نادر حسن په پای کې لیکي ، هم دا وجه ده چې عمران خان د امریکا د بې پایلټه الوتکو د راغورځولو غوښتنه کوي.

عمران خان باید په دې خبر وي چې که پاکستان بې پایلټه الوتکه راوغورځوي نو له امریکا سره به یې یوه نه ګټل کېدونکې شخړه رامنځ ته شي.
XS
SM
MD
LG