د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو کډوال وايي، حکومت ورته یوازې دال ورکوي


نوښار - له قبایلي سیمو بې کوره شوي ډېری کسان د نوښار په جلوزو کیمپ کې اوسي.


دوی وايي، پر احتجاج سربېره ورته نه حکومت بجلي پر حاله کوي او نه هم ورته معیاري خواړه ورکول کېږي.

په کيمپ کې مېشت يو کډوال فضل مجيد مشال راډيو ته وويل، له يوې مياشتې راهيسي د پېښور د بجلۍ د نظم ادارې پېسکو ورباندې بجلي بنده کړې ده.

دی زیاتوي، یوې خوا ته دوی پهه تیارو کې اوسي او له بلې خوا ورته سم خواړه هم نه ورکول کېږي:

((بجلي خو لا تر اوسه پورې نه ده راغلې. له دې سره سره خواړه په معيار هم پوره نه وي او کمی پکې هم راغلی دی. په دې کې چيني او چای نشته او کله دال او بسکټ (ککوړې) هم نه وي. دغه رنګ اوړه هم د خوراک نه وي. غوړي یې هم کم کړي دي. خلک ستړي شول په احتجاجونو. کله روډونه بند کړي او کله د ګورنر در پورې هم لاړ شي. زموږ خپل مقامي مشران هم راشي، ژړا فرياد وکړو خو بس مخکې اواز نه رسي.))

یوه ښځه وايي، خواړه ورته پوره نه ورکړل کېږي او دوی دومره وس نه لري چې په خپله یې واخلي:

((زموږ د هیڅ درک نه لګي. خپل کورونه مو وران دي، دلته ناست یو، راشن هم راته سم راکول کېږي، مهاجر بازار کې د شیانو نرخونه هم اوچت دي. بس دالو ته ناست یو، په یو موټي دالو وخت تېروو.))

یو بل کډوال چې احسان نومېږي، وايي، خوراکي مواد کم وي. ((بنیادي د خوراک شیان پکې نشته. او اوس بیا په راشن کې د غوړیو ټپکه نشته. له دوو کالونو دا خیمې لګېدلې دي. نوې پردې هم راغلې دي. راته وايي چې نن یې درکوو، سبا یې درکوو، خو راکوي یې نه. کورونه رانه پاتې دي، دلته په یخ موسم کې ژوند کوو.))

له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې اېف ډي اېم اې مشر ارشد خان وايي، دوی دا مسله پورته کړې ده خو صوبايي حکومت پیسې نه ورکوي.

د قبایلي سیمو دفتر فاټا سېکرېټرېټ ته مرکزي یا وفاقي حکومت هم دا پیسې نه دي ورکړې.

دی وايي، د پاکستان مالیې وزارت د پښتونخوا حکومت ته ویلي دي چې د قبایلي سیمو کډوالو ضرورتونه دې پوره کړي. خو حکومت وايي، پیسې نه ورکوي.

ارشد خان زیاتوي چې د قانون تر مخه، کله چې وفاقي حکومت صوبايي حکومت ته امر وکړي نو باید یې صوبايي حکومت ومني.

هلته د خواړو نړیوالې ادارې ډبلیو اېف پي د پاکستان ویاند، امجد جمال دا خبره رد کړه چې ګواکې دوی خواړه کم کړي دي او یا یې هم معیار خراب شوی دی.

دی وايي، بوره یا چیني او چای خو د خواړو نړیواله اداره نه ورکوي. خو غوړي او نور شیان له بهره راځي او ((زما نه دی خیال چې د دې د معیار په اړه تر ننه چا موږ ته ګیله کړې وي.))

جمال زیاتوي، د خواړو کموالي دوه لاملونه دي. یو یا خو خواړه پر وخت و نه رسېږي او یا هم له ادارې سره پیسې نه وي چې خواړه ورکړي.
XS
SM
MD
LG