د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د لویې جرګې پرېکړې دې عملي شي''


Afghanistan -- Members of Loya Jirga attend a gathering in Kabul, November 21, 2013
Afghanistan -- Members of Loya Jirga attend a gathering in Kabul, November 21, 2013

مشورتي لویې جرګې چې د لړم میاشتې په دېرشمه نېټه جوړه شوه؛ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کول تایید کړل.

د افغانستان ولسي جرګې یو شمیر غړي وایي چې؛ ولسمشر کرزی باید له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په هکله د مشورتي لویې جرګې سلا مشورو او پریکړو ته درناوی وکړي.


دغو وکیلانو د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کول د افغانستان په ګټه وبلل.

د ولسي جرګې یوې غړې نفیسې عظیمې وویل چې؛ د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو د دې سند لاسلیکول ډیر ضروري دي.

"دا عادي موضوع نه ده، دا سند د افغانستان د خلکو له ژوند سره اړیکه لري.

سوداګر مو د همدې سند لاسلیک کېدو ته په تمه دي؛ د خلکو ټول سیاسي او ټولینز کارونه په همدې تړون پورې تړلي دي.

امریکا سره امنیتي سند د افغانانو په ګټه دې او دا د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده چې؛ په لویه جرګه یې مطرح کړه او باید چې د هغوی مشورې ومنل شي."

د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي او دفاعي سند په هکله له تیر یو نیم کال راهیسې بحثونه روان ول؛ چې بالاخره ولسمشر کرزي په دې باب د سلا مشورو لپاره مشورتي لویه جرګه راوبلله.

مشورتي لویې جرګې چې د لړم میاشتې په دېرشمه نېټه جوړه شوه؛ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کول تایید کړل.

په ورته وخت کې د موج تحول په نوم سیاسي بهیر هم د مشورتي لویې جرګې د پریکړو پرعملي کولو ټینګار کوي او وایي چې، د دې سند نه لاسلیک کول د افغانانو له غوښتنو سره مخالفت کول دي.

د دې بهیر مشرې فوزیې کوفي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې؛ دا مهال د هېواد سیاسي او اقتصادي وضعیت په دې سند پورې تړلی دی او له ولسمشر کرزي نه یې وغوښتل چې؛ ژر یې لاسلیک کړي.

" له ولسمشر کرزي څخه غواړو؛ چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره دا سند لاسلیک کړي.

ولسمشر د لویې جرګې له پریکړې وروسته د دې سند د لاسلیکولو د نیټې ځنډولو لپاره هیڅ دلیل نه لري.

ولسمشر باید دغه سند د ملي منافعو په پام کې نیولو سره لاسلیک کړي او که یې لاسلیک نه کړي؛ نو په دې معنی ده چې د افغانستان د خلکو غوښتنې له پامه غورځوي."

له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په هکله دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې؛ ولسمشر کرزي د سې شنبې په ورځ آزادي راډیو سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې؛ دا سند به هغه وخت لاسلیک کړي چې؛ د افغانستان شرطونه ومنل شي.

په کورونو د امریکايي ځواکونو له خوا د حملو درول او په عملي توګه د سولې پروسې پیلیدل هغه شرطونه دي چې؛ ولسمشر کرزي د سند له لاسلیک کولو مخکې وړاندې کړي دي.

یو شمیر افغانان اندیښمن دي چې؛ که له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک نه شي او نړیوال ځواکونه له افغانستان نه ووځي؛ نوښایي چې، په دې هیواد کې یوځل بیا ګډوډي رامنځ ته شي.


سپینې ماڼۍ افغانستان ته خبرداری ورکړ

ګارډین ورځپاڼه د چارواکو په وینا خبر ورکوي چې؛ په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي او امریکایي ډیپلوماټانو تر منځ په غونډه کې سختې خبرې شوې دي.


په افغانستان کې د امریکا سفیر افغان ولسمشر ته په دې غونډه کې چې د سېشنبې په شپه وشوه؛ څرګنده کړه چې، تاسو د امنیتي همکاریو په تړون کې نوې خبرې راباسئ داسې خبرې چې هغه د دې تړون جز نه دي.

سپینه ماڼۍ وایي چې، له افغانستانه به خپل ټول پوځیان وباسي که چیرته ونه توانیده چې ولسمشر کرزی دې ته وهڅوي چې؛ د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړي.

ګارډین ورځپاڼه د امریکایي چارواکو په وینا څرګندوي چې؛ د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس په کابل کې حامد کرزي ته خبرداری ورکړ، که چیرته د امنیتي همکاریو تړون راتلونکي کال ته ځنډوي نو له دې سره به په افغانستان کې هغه پلان ګډوډ شي چې؛ له مخې یې یو شمېر پوځیان تر ۲۰۱۴ کال وروسته په دغه هیواد کې پاتیږي.

د سپینې ماڼۍ ویاند وویل، سوزان رایس بیا هم پر دې ټیګار وکړ چې؛ له کابل سره د امنیتي همکاریو تړون باید ژر لاسلیک شي او که داسې نه کیږي، له دې پرته بله لاره امریکا ته نه پاتیږي چې؛ تر ۲۰۱۴ کال وروسته خپل ځواکونه په دې هیواد کې ونه ساتي او نور ټول بهرني پوځیان هم د راتلونکي میلادي کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې "جین ساکي" هم په واشنګتن کې سې شنبې په ورځ وویل چې؛ د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو په ځنډیدو کې به افغان ولس زیانمن شي:

"د تړون د لاسلیکېدو ځنډول به د راتلونکي کال تر انتخاباتو وروسته متحد ایالتونو او د ناټو متحدانو ته دا امکانات میسر نه کړي چې؛ تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل حضور لپاره پلان جوړ کړي او دا ډیره مهمه ده. له دې سره همداراز د ناټو ژمنې له خطر سره مخامخیږي، د نورو هېوادو مالي ژمنې چې د شیکاګو او توکیو په کنفرانسونو کې شوې وې، له خطر سره مخامخیږي او دا ډیره مهمه ده چې، افغان ولس ته به هم هغه ډاډ ورنه کړي چې؛ په اخره کې دوی اړتیا ورته لري او انتخاباتو ته هم دوی ورروان دي."

ګارډین ورځپاڼه څرګندوي چې د سې شنبې په شپه په کابل کې د امریکایي ډیپلوماټانو او افغان چارواکو تر منځ پر دې خبرې شدید مخالفت پیدا شو چې؛ افغان لورې وړاندیز وکړ چې؛ د امنیتي تړون لپاره په کار ده چې؛ امریکا د ګوانتنامو له زندان څخه افغان طالبان خوشې کړي.

ورځپاڼې وړاندې د ولسمشر کرزي د ویاند خبرې رااخیستې دي چې؛ د سې شنبې په ورځ یې وویل، د امریکا سفیر جیمز کنینګهم هغه وخت سخت عکس العمل څرګند کړ چې؛ ولسمشر کرزي له ګوانتنامو د افغان زندانیانو د خوشې کېدو خبره یاده کړه؛ خو تر دې مخکې خبرې ګټورې وې.

ایمل فیضي وویل چې، د امریکا سفیر څرګنده کړه چې؛ د سولې بهیر د امریکا مسوولیت نه دی او د زندانیانو خوشې کېدل د امنیتي همکاریو د تړون برخه نه ده.

سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی دی چې؛ امنیتي تړون که ژر لاسلیک نه شو؛ راتلونکی کال به خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي؛ خو د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل چې؛ دی په دې باور نه لري چې؛ دا به په حقیقت کې امکان ولري.
XS
SM
MD
LG