د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي دې ختم شي"


د ښځو د مدني بنسټونو فعالانې وايي، چې په نوموړي ولایت کې د کورنیو له خوا د نجونو د زده کړو په لاره کې یو شمېر ستونزې، هغوی لوړو زده کړو ته نه پرېښودل، په دښمنیو او بدیو کې د ښځو ورکول،د حکومتي وظیفو د دوی له شرعي حقونو او د پلار د میراث نه د دوی محرومي، دوی ته د خبرو او نظر د اظهار د حق نه ورکول دې

په خوست کې د ښځو د مدني بنسټونو فعالانې وايي، چې په نوموړي ولایت کې د کورنیو له خوا د نجونو د زده کړو په لاره کې یو شمېر ستونزې، هغوی لوړو زده کړو ته نه پرېښودل، په دښمنیو او بدیو کې د ښځو ورکول، د حکومتي وظیفو څخه د دوی ګوښه ساتل، له شرعي حقونو او د پلار د میراث نه د دوی محرومي، دوی ته د خبرو او نظر د اظهار د حق نه ورکول دې ټولو مسئلو د ښځو او پیغلو په ټولنیز ژوندانه بد اغېز کړی دی.


په خوست کې یو شمېر میرمنې او د مدني ټولنو فعالانې، چې نن چهارشنبه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په موخه راغونډې شوې وې له دولت او د ټولنې د نارینه قشر څخه وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د شته تاوتریخوالو په مخنیوي کې ونډه واخلي.

د ښځو چارو رئیسه خاور امیري په خپلو خبرو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ځني مسلې بیلګې داسې یادې کړې:

((په خوست کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او لوړو زده کړو دروازې تړل کیږي، هغوی په دولتي ادارو کې د ندو د اجراء څخه ګوښه ساتل شوي دي، هغوی د پیسو په مقابل کې خرڅیږي، په بدل او بدو کې ورکول کیږي، په کوچني عمر کې ودیږي او تر اوسه ښځې له خپلو شرعي حقونو څخه محرومې دي.))

په سویل ختیز زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون غړې زرمینه شمس وویل، چې په وروستیو میاشتو کې یوازې په سویل ختیز زون کې د ښځو سره د تاوتریخوالو ۱۲۴ قضیې ثبت شوي دي:

((په سویل ختیزو ولایتونو کې په تېرو څو میاشتو کې ۱۲۴ داسې پېښې لرو، چې په دې پېښو کې ناموسي وژنې، ځانوژنه، وهل ټکول، له کوره شړول په زور زیاتي سره واده کول، د میراث نه ورکول، د دوی د ملکیتونو غصبیدل، بدو بدل کې ورکول او بالاخره ښځې د تاوتریخوالي له امله د حشراتو او نورو زراعتي درملو د خوړولو په واسطه ځانوژنه شامله ده.))

د مدني ټولنې فعالې نعت بي بي عمري هم مشال راډیو سره په خبرو کې د ښځو د زده کړو د ترلاسه کولو پر اړتیا ټېنګار وکړ او ویې ویل دې سره به د ښځو په ستونزو کې کموالۍ راشي:

((که چیرې زموږ خویندو ته خپل وروڼه د تعلیم اجازه ورکړي، هغوی مدرسو ته پریږدي، دیني تعلیمات پرې وکړي، عصري زده کړې پرې وکړي او ښوونځیو ته يې ولیږي، په ټولیز ډول به دښځو ستونزې راکمې شي.))

په خوست کې د مدني ټولنې یوه بله غړې وايي، چې په کورنیو کې ښځو ته د نظر د وړاندې کولو حق نه ورکول کیږي، چې له همدې کبله ښځې جرئت له لاسه ورکوي:

((پلوشه نومېږم د خوست ولایت اوسیدونکې یم، په خوست او زموږ په ټولنه کې ډېرې ستونزې دي، اول خو د ډېریو ښځو تعلیم نشته او دوی څوک تعلیم ته نه پریږدي، حتا په کورونو کې ښځو ته د خبرو حق نه ورکوي، د نظر حق نه ورکول کیږي، شاید د دوی نظر ګټور وي، نو په دې توګه دوی جرئت له لاسه ورکوي.))

د یادونې وړ ده، دا وخت له ۷ میلیاردو څخه زیات انسانان د ځمکې په کره کې ژوند کوي چې نیمه برخه یې ښځې جوړوي او د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، په هر دریو ښځو کې یوه یې له تاوتریخوالي او زور زیاتي سره مخامخ ده.
XS
SM
MD
LG