د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا زدکوونکې وزیراعظم سکالرشپ کې ستونزې لري


په تېر حکومت کې وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د فاټا زده کونکو لپاره د فيسونو د رعايت سکالرشپ اعلان کړی چې له مخې به یې د هغوی تعلیمي لګښت ورکولو.

د پېښور پوهنتون قبايلي سيمو زده کونکو وايي، په تېر حکومت کې د دوی لپاره له اعلان کړل شوي وزيراعظم سکالرشپه یې په سمه توګه ګټه نه ده پورته کړې.


د پېښور پوهنتون یو زده کونکی ولي اپرېدي مشال راډيو ته وويل دا سکالرشپ د ماسټر، اېم فیل او پي اېچ ډي زده کونکو لپاره تير حکومت ورکړي ول خو تر اوسه ګټه نه ده ترې اخیستې.

دی وايي:

''د نورو پوهنتونو د سکالرشپ اخيستو طريقه راته مالومه نه ده خو زموږ پېښور پوهنتون د دې اخيستو طريقه اوږده کړې ده. نو اول خو په کار ده چې د سکالرشپ اخيستو طريقه دې راته اسانه کړل شي. د هرې څانګې د مالوماتو مطابق دې دا کار اسان کړل شي. زما په خپله په سکالرشپ اخيستو کې پنځلس ورځې ضايع شوې دې. کله يو دفتر او کله بل ته تللم.''

يو بل د ماسټر ډګرۍ زده کونکی ثاقب وايي د پوهنتون سکالرشپ ورکولو طريقه صحيح نه ده ځکه چې له دې عمله زده کونکو ته د زده کړو په وخت فايده نه رسي.

''موږ ملګرو دا ويل چې موږ ته پيسې ترلاسه شي نو موږ به پرې ځان ته د شپاړسم لپاره کتابونه او نور شيان واخلو خو هغه شان ونشوه او داسې فيصله وشوه چې موږ به ستاسو دا پيسې شپاړلسم ټولګي ته منتقل کړو او د دې په اړه يې هم خبره شک کې وکړه چې ممکنه ده دا پيسې به تاسو ته د ماسټر ډګري کولو نه پس ملاوېږي. نو د دې سکالرشپ فايده خو زموږ په نظر رانغله''

شوکت عزيز وايي، ده او ملګرو ته يې دا سکالرشپ لا نه دی ملاو شوی.

''د پوهنتون عمله مختلفې خبرې کوي کله څوک وايي، فنډ راغلی دی او څوک وايي نه. نو چې څه هم قبايلي سيمې ځوانانو لپاره کېږي نو دا صرف اعلانونو پورې وي''

کله چې مشال راډيو په دې لړ کې د پېښور پوهنتون وياند اختر امين سره رابطه وکړه نو هغه د سکالرشپ اوږد عمل په اړه د زده کونکو خبره رد کړه او یې وويل چې د لوړو زدکړو کميشن د هداياتو مطابق دا سکالرشپ زده کونکو ته ورکول کيږي.

''يو تن چې په دفتري عمل رسي نو هغه به کله هم داسي خبره ونه کړي او کومې پيسې چې پاته شي نو دا به هغه زده کونکو لپاره استعمال شي چې د دې لپاره درخواست ورکوي او که څوک نه راځي نو هغه نوی راتلونکې تعليمي کال لپاره به پکار راشي. او له دې علاوه که پيسې پاته هم شي نو بيا هغه اړونده ادارې ته واپسېږي''

په تېر حکومت کې وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د فاټا زده کونکو لپاره د فيسونو د رعايت سکالرشپ اعلان کړی چې له مخې به یې د هغوی تعلیمي لګښت ورکولو.
XS
SM
MD
LG