د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران وا مریکا اړیکو پر پاکستان و افغانستان اغېز


د امریکا و ایران بهرنیو چارو وزیران جان کېري او محمد جاوېد ظریف په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو د غونډې پر مهال. ۲۴نومبر۲۰۱۳م کال
د امریکا و ایران بهرنیو چارو وزیران جان کېري او محمد جاوېد ظریف په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو د غونډې پر مهال. ۲۴نومبر۲۰۱۳م کال

د پاکستان د سياسي چارو کارپوه ډاکټر حسن عسکري وايي، د ايران او امريکا ښه اړيکي د پاکستان او افغانستان لپاره یو ښه خبر دی.


په جنيوا کې د ايران جوهري پروګرام په اړه د ايران او نورو شپږو پياوړو هيوادونو روغې جوړې ته ټولي نړۍ د يو لوی پرمختګ په سترګه و کتل.


کارپوهان اوس د امريکا په خارجه پاليسۍ بحث کوي او دا ګوري چې د امريکا له ايران سره د اړيکو ښه کيدل به د مينځني ختيځ په سياست څنګه اغيز ولري. اسرائيل او سعودي عرب چې د امريکا نږدي ملګري دي له ايران سره د روغې جوړې مخالفت کړی دی.

خو له دې پرته په پاکستان او افغانستان کې چې د ايران ګاونډی هيوادونه دي هم کارپوهان د خپلو خپلو ملي ګټو په تناظر پر دې تړون بحثونه کوي.

د پاکستان د سياسي چارو کارپوه ډاکټر حسن عسکري وايي، د ايران او امريکا ښه اړيکي د پاکستان او افغانستان لپاره یو ښه خبر دی. د ده په وينا ممکنه ده د پاکستان حکومت اوس امريکا قانع کړي چې نور دې د ايران او پاکستان د ګيس پائپ لائن مخالفت نه کوي.

''ايران په ماضي کې وخت نا وخته پر پاکستان شک کولی چې هسې نه امريکا د پاکستان خاوره د ايران پر ضد استعمال کړي خو پاکستان حکومت ورته ويلي چې داسې نشي کيدلی خو ددې باوجود هم ايران به کله نا کله پر پاکستان بيا هم شک کولی خو اوس به دغه شک ختم شي. بل اغيز يې دا دی چې ايران کله نا کله په افغانستان کې د طالبانو لږ څه مرسته کوله چې دا رنګه پر امريکا دباو وي نو زما په خيال د ايران لخوا طالبانو ته به دغه مرسته کمه شي ځکه چې ايران او طالبان په نظرياتي توګه يو بل ته نږدې نه دي.''

لکه څنګه چې حسن عسکري وويل په افغانستان کې د امريکا او بهرنيو ځواکونو پر ضد د ايران له لوري د طالبانو مرسته کيدله هم دې ته په پام سره په کابل کې د سياسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی بيا وايي، د ايران او امريکا ترمينځ دغه تړون به ښايي په افغانستان کې د دواړو هيوادونو د سيالۍ ساحه راتنګه کړي..

''لومړۍ ګټه به يې دا وي چې په افغانستان کې به د ايران او امريکا د دښمنۍ ميدان را محدود شي. ايران چې کله غواړي د امريکا لپاره ستونزه پيدا کړي د هغه لپاره افغانستان يو ښه ميدان دی نو دا ميدان به محدود شي او افغانستان به په پرتليزه توګه له ثباته برخمن شي. بله ګټه به يې دا وي چې که چېرې د امريکا او ايران اړيکي ژورې شي نو ايران، افغانستان او امريکا به په اقتصادي او تجارتي ډګر کې نږدې اړيکي ولري.''

پاکستان د ايران په مقابل کې سعودي عرب ته ډېر نږدې دی خو اوس چې سعودي عرب په دې تړون خپګان څرګند کړی نو پوښتنه داده چې آيا دا به د پاکستان پر خارجه پاليسې څه اغيز ولري او که نه؟ ډاکټر حسن عسکري وايي، ممکنه ده پاکستان له لږ څه مشکل سره مخامخ شي.

''په ماضي کې به کله کله داسي مسئله راپيدا شوه چې د مينځني ختيځ د محافظه کاره باچاهانو او ايران ترمينځ توازن ساتل به د پاکستان لپاره ستونزه جوړه شوه او اوس به هم دا مسئله مخې ته راځي خو که چېرته امريکا د پاکستان او ايران د ګيس پائپ لائن مخالفت پرېږدې نو بيا زما خيال نه دی چې سعودي عرب به مخالفت وکړي او هسې هم سعودي عرب د پاکستان له خواهش سره سم دې هيواد ته د اوږدې مودې په پور له تيل ورکولو انکار کړی دی.''


په افغانستان کې د مشوورتي لويې جرګې له لاري د امنيتي تړون منظوري او د جوهري تړون له لارې د امريکا او ايران رغېدونکو اړيکو ته په پام سره په پاکستان کې ځينې کارپوهان فکر کوي چې پاکستان حکومت به ښايې اوس دې ته اړ شي چې د امريکا په اړه خپلې پاليسې ته لږ تغير ورکړي.
XS
SM
MD
LG